له انقرې – مزار شريف ته د آريانا الوتنې پيل شوې.

د آريانا افغان هوايي شركت په پام كې لري چې د روان ميلادي كال د جون د مياشتې د لومړۍ نېټې راهيسې د چهارشنبې په ورځ له انقرې د مزار شريف ښار ته مخامخ الوتنې پيل كړي.

له انقرې – مزار شريف ته د آريانا الوتنې پيل شوې.

 

 

په انقره كې ددې شركت د يو تن چارواكو د معلوماتو پر اساس تر دې وروسته به له تركيې افغانستان ته په اونۍ كې درې الوتنې ترسره شي.

له انقرې كابل ته مخامخ الوتنې بنديږي.

ټاكل شوې ده چې په اونۍ كې دوه ورځې يعنې د سې شنبې او جمعې په ورځې له استانبوله كابل ته مخامخ الوتنې پيل شي. پدې ډول له انقرې كابل ته مخامخ الوتنې بنديږي.

 هغه مسافرين چې غواړي له انقرې كابل ته سفر وكړي، بايد لومړى د مزار شريف ښار ته لاړ شي او بيا له هغه ځاى كابل ته الوتنه وكړي.

د آريانا د شركت د چارواكي د معلوماتو پر اساس د كابل مسافرين كولاى شي چې لومړى مزار شريف ته لاړ شي او بيا وروسته له هغه ځايه د همدې الوتكې په واسطه بېرته كابل ته ولېږدول شي.



اړوند خبرونه