د افغانستان د جګړې صلاحيت ``لېوني سپي`` ته وركړل شو!

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د يوې بې سارې پرېكړې له مخې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د حضور او د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې صلاحيت ددې هېواد د دفاع وزارت ته وركړ.

ټرمپ د يو تقنيني فرمان په لاسليكولو سره په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د شمېرې د زياتولو په ګډون ټول صلاحيت ددې هېواد د دفاع وزير جېم ماټيس ته چې `` په لېوني سپي`` شهرت لري، وركړ.

ماټيس ددې پرېكړې نه په هركلي سره وويل چې دا صلاحيت به د پېنټاګون وظيفوي چارې نورې هم اسانه كړي او د جګړې په سيمه كې حالاتو ته په كتلو سره به اړوند تدابير ونيول شي.

پدې ډول په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د شمېرې د ټاكلو هر اړخيز صلاحيت د دفاع د وزير پر غاړه دى. پخوا دا صلاحيت يواځې د ډانلډ ترمپ په لاس كې وو چې د كانګرس سره د مشورې په پايله كې به يې د سرتېرو شمېره ټاكله.

جېم ماټيس پخوا ويلي ويل چې په افغانستان كې يې جګړه نه ده ګټلې. شنونكي وايي دا ډول څرګندونې پدې معنى دي چې ماټيس غواړي په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو شمېره زياته كړه.

ماټيس همداراز د اوباما د دندې پر مهال له افغانستانه د امريكايي سرتېرو د ويستلو پر بهير نيوكه وكړه او زياته يې كړه چې د امريكايي سرتېرو شمېره په داسې حال كې راټيټه شوه چې په هېواد كې تاوتريخوالى مخ پر زياتېدلو وو.

اوسمهال په افغانستان كې شاوخوا ۹ زره ۸۰۰ امريكايي سرتېري په دنده بوخت دي.

اړوند خبرونه