افغان سرتیري‌ په امریکايي سرتیرو خونړی برید وکړ

د یوې اوونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره د افغان سرتیرو لخوا په امریکايي سرتیرو برید

افغان سرتیري‌ په امریکايي  سرتیرو خونړی برید وکړ

افغان  سرتیري‌ په  امریکايي  سرتیرو خونړی   برید وکړ.

د افغانستان په شمال کې  د مزار شریف  په ولایت کې  د شاهین ۲۰۹ قول اردو کې  یو تن افغان  سرتیري‌ په امریکايي  سرتیرو  خونړی  برید وکړ.

د امریکا  د دفاع وزارت  ویلي‌ دي‌ چې  پدې  پيښه  کې  ۷ تنه امریکايي  سرتیري‌ ټپیان شوي‌ او یو تن افغان سرتیري‌ ژوند  د لاسه ورکړی دی. 

په افغانستان کې  د ناټو  ځواکونو  ویاند  خبرپاڼې  په خپرولو سره  ویلي‌ دي‌ چې نن  د ماسپخین  په ساعتونو کې  یو تن افغان سرتیري‌ په امریکايي سرتیرو  ډزې وکړې چې له امله  يي‌ ۷ تنه سرتیري‌ ټپیان شوي‌ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي‌ دي‌ چې  سرتیري‌  د درملنې  لاندې‌ قرار لري. پیښه  د افغانستان په ځايي‌ وخت  د ماسپخین په دوو بجو  رامنځته شوې ده .

همداشان  د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند  عبدالهار ارام  خبري  رسنیو ته  ویلي‌ دي‌ چې برید کوونکو  د نورو  سرتیرو  په ډزو کې وژل شوی دی. پدې پیښه کې  یو تن  افغان سرتیری  هم  سخت ټپي‌ شوی دی.

د یادولو وړ ده چې  د تیرې یوې  اوونۍ  په دننه کې  دا دویم  برید دی چې  د افغان  ځواکونو لخوا په امریکايي سرتیرو کیږي.

د یادولو وړ ده چې  د روانې  جون میاشتې  په لسمه  نیټه  هم  یو تن افغان سرتیري‌ د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې‌ په امریکايي سرتیرو برید وکړ چې له امله يي‌۳ تنه مړه او یو تن بل ټپي‌ شو.



اړوند خبرونه