په  افغانستان کې  داعش  ترهګرې  ډلې  ته  ستر  ګوزار ورکړ شو.

په ننګرهار کې د داعش یو بل مهم مشر ووژل شو

په  افغانستان کې  داعش  ترهګرې  ډلې  ته  ستر  ګوزار ورکړ شو.

په  افغانستان کې  داعش  ترهګرې  ډلې  ته  ستر  ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان  په ختیځ کې  په ننګرهار ولایت کې  د داعش  ترهګرې  ډلې  د رسنیو  د برخې  مسئول  جواد  خان  ووژل شو.

په افغانستان کې  میشتو امریکايي  ځواکونو  پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي‌ دي‌ چې  جواد  خان  د جون  په دریمه  نیټه  د ننګرهار  د اچین  ولسوالۍ  په شاوخوا کې  ددوې  په هوايي‌ برید کې  وژل شوی  دی.

په خبرپاڼه کې راغلي‌ دي‌ چې  پدې  برید کې  ملکي‌ وګړو ته  ځاني‌ زیان  ندی اوښتی.

امریکا ویلي‌ دي‌ چې  د جواد  وژنه  په افغانستان کې د  داعش  ترهګرې  ډلې  ته  ستر ګوزار  دی  او دده  د وژنې سره  د داعش  تبلیغاتي‌ فعالیتونه  د ستر ګواښ  سره  مخامخ  دي.

په افغانستان کې  د امریکايي‌ ځواکونو  قومندان  نیکلسن  ویلي‌ دي  چې  دا  داعش  ترهګرې  ډلې ته  ستر ګوزار  دی.

امریکا  پداسې  حال کې  د داعش  ترهګرې  ډلې  د رسنیو د مشر  د وژلو نه خبر ورکوي  چې  تیره ورځ  روسیې  د داعش  ترهګرې ډلې  د مشر  ابوبکر البغدادي‌ د وژلو  ادعا وکړه.



اړوند خبرونه