په افغانستان کې د پاکستان  دوه تنه ډيپلوماټان  لا درکه شوي دي.

د پاکستاني ډیپلوماټانو د موندولو په خاطر هلې ځلې دوام لري

په افغانستان کې د پاکستان  دوه تنه ډيپلوماټان  لا درکه شوي دي.

په افغانستان کې د پاکستان  دوه تنه ډيپلوماټان  لا درکه شوي دي.

د افغانستان  په ختيځ کې د ننګرهار په ولایت کې د پاکستان د قونسلګرۍ دوه تنه  ډیپلوماټان  د افغانستان او پاکستان په لاره کې  نا درکه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا  ویلي دي چې ددوې دوه تنه ډیپلوماټان چې  د جلال آباد ښار نه  د پیښور  ښار پر لورې روان  ول په لاره کې لادرکه شوي دي.

ویاند ویلي دي چې  د نوموړو ډیپلوماټانو د موندولو په خاطر د افغانستان د حکومت سره په ګډه کار کوي.

د افغانستان د ننګرهار ولایت د والي ویاند  عطاالله خوګیاڼي  هم  ددې پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې پاکستاني ډیپلوماټان  د پیښور  په لاره کې لا درکه شوي دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې یا شخص  ددې پیښې  مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه