د افغانستان لپاره د امريكا د نوې تګلارې په اړه د چين غبرګون

د چين د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان لپاره د امريكا د نوې تګلارې په اړه غبرګون وښود.

د افغانستان لپاره د امريكا د نوې تګلارې په اړه د چين غبرګون

 

 

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هاو چوناينګ د يوې خبري غونډې پر مهال، پر پاكستان باندې د ټرمپ نيوكې وغندلې.

هاو څرګنده كړه چې پاكستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه په لومړۍ كرښه كې مبارزه كوي او ددې مبارزې په برخه كې يې تر اوسه پورې د پام وړ فداكاري كړې ده.

هاو څرګنده كړه چې نړيواله ټولنه بايد د پاكستان لخوا د ترهګرۍ سره مبارزه په رسميت وپېژني. پاكستان او امريكا بايد د متقابل احترام په چوكاټ كې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې همكاري وكړي.

وياندې دا هم وويل چې هيله لري چې د افغانستان لپاره د امريكا نوې تګلاره به د سيمې د ثبات او امنيت په برخه مرسته وكړي.


پيوندونه: چين , افغانستان

اړوند خبرونه