د افغانستان په ختيځ کې په ننګرهار ولایت کې  داعش ترهګرې ډلې ته  قوي ګوزار ورکړ شو.

په ننګرهار کې د داعش د ځانمرګیو روزنیز مرکز له منځه یوړل شو

د افغانستان په ختيځ کې په ننګرهار ولایت کې  داعش ترهګرې ډلې ته  قوي ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان په ختيځ کې په ننګرهار ولایت کې  داعش ترهګرې ډلې ته  قوي ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان د ختیځ د ۱۰۲ سیلاب قول اردو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  په اچین ولسوالۍ کې  د داعش ترهګرې ډلې  په مرکزونو  د هوايي  بریدونو سره  یادې شوې ترهګرې ډلې  ته  ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې بریدونو کې  د داعش ۲۰ تنه ځانمرګي برید کوونکي  له منځه وړل شوي دي.

به خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې د امریکايي ځواکونو لخوا په ترسره شوو دې هوايي بریدونو کې  د داعش  یو روزنیز مرکز په کامله توګه ویجاړ او له منځه وړ شوی دی. پدې مرکز کې  د داعش  د ځانمرګیو بریدونو روزونکي هم وژل شوي دي.

تیره ورځ  د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ هم  په اچین کې  د هوايي بریدونو په ترڅ کې  داعش ترهګرې ډلې د ۴۰ تنو ترهګرو د وژل کیدو نه خبر ورکړی وو.

د ویلو ده چې  په داعش ترهګرې ډلې پداسې حال کې د پراخو هوايي بریدونو نه خبر ورکول کیږي چې یادې شوې ډلې  د تیرو څو ورځو په دننه کې په افغانستان کې د څو پله پسې خونړیو بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست.

داعش ترهګرې ډلې  په کابل کې د مارشال فهیم په حربي پوهنتون د برید مسئولیت هم  په غاړه واخیست. داعش  نن  د هغه  ځانمرګي برید کوونکي چې پدې پوهنتون يي برید کړی وو عکس خپور کړ.

همداشان  داعش ترهګرې ډلې  د تیرې جمعې په ورځ  په کابل کې  د شیعه ګانو په یو جومات  قتل عام وکړ.



اړوند خبرونه