په تركيه كې د يو افغان جنايت

د تركيې د باتمن په ولايت كې د يو افغان لخوا ترسره شوي جنايت د ټولو پاملرنه جلب كړې ده.

په تركيه كې د يو افغان جنايت

 

د تركيې د باتمن په ولايت كې د يو افغان لخوا ترسره شوي جنايت د ټولو پاملرنه جلب كړې ده.

د هېواد په ختيځ كې د باتمن په ولايت كې  په هغه كور كې چې  د يو افغان او ملګري لخوا يې په كرايه نيول شوى و، يو وروست شوى جسد وموندل شو.

د كور د خاوند د معلوماتو پر اساس افغان كډوال درې مياشتې وړاندې د كور خاوند ته ويلي و چې د كورنۍ د ليدلو لپاره افغانستان ته ځي. د كور خاوند د درې مياشتني ځنډ او كرايې د نه ترلاسه كولو په پايله كې خپل كور ته لاړ. د كور په تشناب كې يې يو وروست شوى جسد په داسې حال كې چې په يوې كمپله كې پېچل شوى و، وموندلو.

د پوليسو د معلوماتو پر اساس دا جسد درې مياشتې وړاندې د چړې په واسطه وژل شوى دى خو تر اوسه پورې يې هويت تثبيت شوى نه دى.

د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د شكمن افغان د موندلو په موخه پوليسو پراخه پلټنې پيل كړي دي.

په سيمه كې مېشت نور افغانان هم شته دى چې له دې پېښې له امله يې ورځنى ژوند تريخ شوى دى.


پيوندونه: جنايت , افغان

اړوند خبرونه