په فراه ولایت کې چاودنه وشوه
په فراه ولایت کې پر طالبانو خپل چاودیدونکي توکي وچاودیدل

د افغانستان د فراه په ولایت کې طالبان د خپلو چاویدونکو توکو ښکار شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې تیره ورځ د ماښام په ساعتونو کې د فراه ولایت د انار درې په ولسوالۍ کې د چاودیدونکو توکو نه بار په موټر کې چاودنه وشوه. په چاودنه کې ۴ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
پيښه د انار درې ولسوالۍ د ډنډ جوال په کلي کې رامنځته شوې ده . په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو غوښتل چې ددې موټر بم سره ترهګریز برید وکړي خو خپل شوم هدف ته درسیدو نه مخکې د خپل بم سره ووژل شول.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې پدې پیښه کې د طالب اورپکو سربیره بل چاته ځاني زیان ندی اوښتی.