په ننګرهار کې د داعش مهم کس ونیول شو

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې  د داعش ترهګرې ډلې  یو تن  کس  ونیول شو.

په ننګرهار کې د داعش  مهم  کس ونیول شو

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې  د داعش ترهګرې ډلې  یو تن  کس  ونیول شو.

د ننګرهار ولایت  د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  امنیتي ځواکونو د داعش ترهګرې ډلې  د ننګرهار ولایت نه کونړ ولایت ته  اکمالاتو  مسئول  نیولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  ذبیح الله نامی  داعشي  ترهګر  د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې  نیول شوي  ترهګر په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او ویلي دي چې  د ننګرهار نه به يي  کونړ ولایت ته  د بیلا بیلو لارو څخه  وسلې او مهمات  استول. هغه ویلي دي چې  د څه باندې یو کال راهیسې  د ننګرهار نه کونړ ته د داعش ترهګرې ډلې  د اکمالاتو  د مسئول په توګه  دنده  ترسره کوله.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د افغانستان د ملي امنیت منسوبینو  تیره ورځ  د ننګرهار نه لغمان ته  د طالبانو د وسلو او مهماتو اکمالاتي  مشر  نیولی وو.

د یادولو وړ ده چې  د داعش ترهګرې ډلې  په عراق او سوریه کې د ماتې خوړو نه وروسته ټول پام  افغانستان ته  رااړولی دی. ویل کیږي  ډیری داعشیان  هڅه کوي چې  افغانستان ته راشي  او ډیری  وار د مخه  راغلي دي.

داعش  چې  د ۲۰۱۵ کال په پیل کې په افغانستان کې  په ډیره محدوده  توګه  فعالیت  پيل کړی وو نن يي د فعالیت  لمن  د هیواد  یو زیات شمیر برخو ته  پراخه کړې ده . داعش  په اوایلو کې یواځې  د افغانستان په ختیځو برخو کې په د پاکستان سره په سرحدي سیمو کې فعالیت کولو خو نن ورځ  د افغانستان شمالي ولایتونو کې هم پراخه  فعالیت لري.



اړوند خبرونه