د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت لپاره  د نوي والي د ټاکل کیدو ادعا شوې ده.

د بلخ لپاره نوی والي وټاکل شو

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت لپاره  د نوي والي د ټاکل کیدو ادعا شوې ده.

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت لپاره  د نوي والي د ټاکل کیدو ادعا شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  نږدې دوه میاشتې مخکې  د بلخ پخوانی  والي عطامحمد نور له دندې ګوښه او پر ځای انجینیر داود  د بلخ د والي په توګه په دنده وګماره.

دې مسلې  د ارګ او اسلامي جمعیت  ګوند ترمنځه  سترې ناندرۍ پیل کړې. د بلخ پخواني والي عطامحمد نور  د ولسمشر پریکړه  رد کړه.

د بلخ د ولایت پر د تیرو دوو میاشتو راهیسې  د ارګ او اسلامي جمعیت ګوند ترمنځه  مذاکراتو دوام درلود.

د افغانستان اجراییه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله تیره ورځ  وویل چې  د ارګ او جمعیت ترمنځه د بلخ پر سر روانه شخړه  تر ډیره حده  حل شوې ده  او نن وي او که سبا نتیجه به يي اعلان شي.

نن  بیا  د افغانستان  یک تلویزیون  د حکومتي  سرچینو له قوله  ویلي دي چې  ارګ  محمد اسحاق رهګذر  د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلی  دی .

سرچینې ویلي دي تمه کیږي چې د بلخ نوی والي  د نوي لمریز کال او نوروز د جشن نه مخکې په دنده  پيل وکړي.

د افغانستان  اسلامي جمعیت ګوند  او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور پدې اړه تر اوسه پورې  څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه