د کابل کندهار په لویه لاره د ټرافیکي پیښې له امله  ستره فاجعه رامنځته شوه.

په کندهار کې ټرافیکي پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل کندهار په لویه لاره د ټرافیکي پیښې له امله  ستره فاجعه رامنځته شوه.

د کابل کندهار په لویه لاره د ټرافیکي پیښې له امله  ستره فاجعه رامنځته شوه.

د کندهار نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  نن  چارشنبه د مارچ ۱۴ مه نیټه  د غرمې په ساعتونو کې  د کندهار کابل په لویه لاره کې  خونړۍ ټرافیکي پيښه رامنځته شوه.

د کندهار د والي ویاند  د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې   پيښه  د میوند په ولسوالۍ کې  رامنځته شوې ده.

هغه ویلي دي چې پیښه  د  یو ۳۰۳ ډوله مساپر وړونکي  بس  د کرولا ډوله  موټر سره  د جنګیدو په پایله کې رامنځته شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې  ۱۷ تنه مړه او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پيښې ټپیان سمدلاسه  نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

د ویلو ده چې  د پيښې اصلي لامل ناڅرګند  دی.



اړوند خبرونه