د غزني په ګڼ شمیر ولسوالیو هممهاله بریدونه شوي دي

طالبانو  تیره ورځ  په فراه ولایت  د پراخو بریدونو نه وروسته  تیره شپه  د غزني ولایت  په ګڼ شمیر ولسوالیو  هم مهاله  بریدونه کړي دي.

د غزني په ګڼ شمیر ولسوالیو هممهاله بریدونه شوي دي

طالبانو  تیره ورځ  په فراه ولایت  د پراخو بریدونو نه وروسته  تیره شپه  د غزني ولایت  په ګڼ شمیر ولسوالیو  هم مهاله  بریدونه کړي دي.

د غزني  ولایت  ځايي مقاماتو  ویلي دي چې  طالبانو  تیره شپه  په جغتو، اندړ، ګیرو  او ده یک  ولسوالیو هم مهاله  بریدونه کړي دي.

د غزني ولایت د ولایتي شورا  غړیو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو  تیره شپه د یوې بجې په شاوخوا  کې  لومړی  د جغتو په ولسوالۍ ډله ایز بریدونه وکړل.

د بریدونو په پایله کې  افغان ځواکونو ډیر زیات مقامت وکړ  چې وروسته بیا  طالبانو  د څو ساعتونو لپاره  ولسوالي ونیوله.

پدې جګړه کې  ۶ تنه افغان سرتیري  ووژل شول  او ګن شمیر وسلې او مهمات  د طالبانو  لاس ته ورغلل.

سیمه ایزو مقاماتو بیا ویلي دي چې افغان ځواکونو بیرته  د جغتو ولسوالۍ نیولې ده  او اوس هم  جګړه روانه ده.

د بله پلوه  د غزني ولایت  د زنخان  په ولسوالۍ کې  په ګن شمیر امنیتي پوستو د بریدونو په پایله کې  ۱۲ تنه  افغان سرتیري  وژل شوي  او ۴ تنه  نور ټپیان شوي دي.

د غزني د زنخان ولسوالۍ ولسوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو  د یادې شوې ولسوالۍ  درې امنیتي پوستې نیولي دي.

په اندړ، ګیرو او ده یک  په ولسوالیو هم  بریدونه شوي دي  چې  د ځاني تلفاتو په اړه يي  معلومات په لاس کې نشته.

پدې نښتو کې ګن شمیر  طالب اورپکي هم  وژل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  طالبانو وړمه  ورځ  د فراه ولایت په مرکز هم  د څو خواوو نه بریدونه وکړل  او د ښار مرکز ته  ننوتل  خو د څو ساعتونو نه وروسته تازه دمي افغان ځواکونه  سیمې ته  ورسیدل او طالبان يي په شا وتنبول .



اړوند خبرونه