د دوستم سره د ولسشمر غني خبرې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم سره چې اوسمهال په انقره كې دى، ټېلفوني خبرې وكړې.

د دوستم سره د ولسشمر غني خبرې

 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم سره چې اوسمهال په انقره كې دى، ټېلفوني خبرې وكړې.

د لومړي مرستيال د مقام د دفتر ريس عنايت الله بابر فرهمند پدې اړه څرګنده كړه چې ولسمشر غني چې د اسلامي همكاريو د سازمان په فوق العاده غونډه كې د ګډون په موخه استانبول ته راغلى و، د ټېلفون پر كرښه يې خپل لومړي مرستيال سره چې په انقره كې دى، خبرې كړي دي.

ويل كيږي چې ولسمشر دوستم ته بلنه وركړې چې كابل ته راشي خو دا لا معلومه نه ده چې عبدالرشيد دوستم څه وخت كابل ته ځي. دا دويم ځل دى چې ولسمشر غني د خپل مرستيال سره خبرې كوي.

د يادولو وړ ده چې ښاغلى دوستم څه باندې يو كال كيږي چې په تركيه كې دى.

پدې اړه د ولسمشرۍ د ماڼۍ خبري سرچينو څه نه دي ويلي.



اړوند خبرونه