طالبانو په بادغیس ولایت کې په لسګونو تنه افغان سرتیري وژلي دي

د افغانستان  د بادغیس  په ولایت کې  تر ۳۰ تنو ډیر  د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.

طالبانو په بادغیس ولایت کې په لسګونو تنه افغان سرتیري وژلي دي

 د افغانستان  د بادغیس  په ولایت کې  تر ۳۰ تنو ډیر  د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.

طالبانو  تیره شپه د بادغیس  ولایت د بالامرغ آب  په ولسوالۍ کې  د امنیتي ځواکونو په یوې پوستنې  ډله ایز برید وکړ.

د بادغیس  والي عبدالغفور ملکزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو  تیره شپه  د یوې نیمې بجو په شاوخوا کې  د بالامرغ آب  په ولسوالۍ کې  د امنیتي ځواکونو په یوې پوستنې ډله ایز برید وکړ چې وروسته  نښته پیل شوه. نښتې څو ساعته دوام پیدا کړ.

هغه ویلي دي  کله چې  تازه دمي  سرتیرو غوښتل چې  د پوستې مرستې ته ودانګي  په لاره کې  د طالبانو د کمین ښکار شول. هغه ویلي دي چې  طالبانو د امنیتي ځواکونو دوه هاموې ډوله ټانکونو باندې راکټي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې ټانکونو اور واخیست.

پدې پيښه کې  لږ تر لږه  ۳۰ تنو امنیتي ځواکونو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

والي ویلي دي چې طالبانو  د اختر پر ورځو کې  د اوربند نه  د ګټې په پورته کولو سره  په اکثرو سیمو کې  د امنیتي ځواکونو د ضعف  نقطې په نښه کړي  او اوس  ددې نقطو نه  پر امنیتي ځواکونو  بریدونه کوي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم  په بالامرغ آب ولسوالۍ کې  پر امنیتي ځواکونو د طالبانو د خونړي برید پخلی کړی خو  د ځاني زیانونو په اړه يي څه ندي ویلي.

د بله پلوه  د بادغیس ولایت د پولیسو ویاند  نقیب الله امیني  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو  د بالامرغ آب  په ولسوالۍ  کې پر امنیتی پوستې سربیره  د آبکمري په ولسوالۍ هم  پراخه  بریدونه کړي دي. هغه ویلي دي چې طالبانو غوښتل چې دا ولسوالي ونیسي خو د افغان ځواکونو د غاښ ماتوونکي  ځواب سره مخ شول.



اړوند خبرونه