په فراه کې خونړي ټرافیکي پیښه رامنځته شوه

په فراه کې ټرافیکي پيښې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په فراه کې خونړي ټرافیکي پیښه رامنځته شوه

 د افغانستان په فراه ولایت کې  د قتل عام په څیر ټرافیکي پیښه رامنځته شوه.

د فراه ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن   د سهار په ساعتونو کې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ  د پوزاک په سیمه کې  کې د مساپر وړونکی بس د یوې لارۍ سره  د جنیګیدو نه وروسته  چپه شو چې له امله  نږدې ۵۰ تنو ته  مرګ ژوبله واوښته.

عیني شاهدانو  پدې خونړۍ پیښه کې  لږ تر لږه  د ۱۵ تنو  د وژل کیدو او تر ۳۰ تنو ډیرو د ټپي کیدو نه  خبر ورکړی دی.

د فراه ولایت  د والي ویاند  د پیښې پخلی کړی دی او خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پیښه  نن د سهار په ساعتونو کې د پوزاک په سیمه کې رامنځته شوه. هغه وویل چې  یو ۳۰۳ ډوله مساپروړونکی بس چې د فراه نه د کابل پر لورې روان وو چې پوزاک په سیمه کې د یوې لارۍ سره  د جنیګیدو نه وروسته  چپه شو.

هغه ویلي دي چې په پیښه کې ۱۵ تنه مړه او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

ټپیان روغتونونو ته انتقال  شوي دي.



اړوند خبرونه