د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون د کابل ټولې رایې باطلې اعلان کړې

د افغانستان په  پلازمینې کابل  کې د اکتوبر په ۲۰ او ۲۱ مو نیټو ترسره شوي  پارلماني ټاکنې  لغوه شوې.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون د کابل ټولې رایې باطلې اعلان کړې

 

په افغانستان کې د ټاکنیزو کمیسیون  د اوریدو کمیسیون  په پلازمینه کابل کې  د ترسره شوو پارلماني ټاکنو ټولې رایې باطلې اعلان کړې.

د ټاکینزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون  مسئولینو  نن  سهار په پلازمینه کابل کې  خبري غونډې ته وویل چې  په ترسره شوو ټاکنو کې  د کابل په حوزه کې ډیرې زیاتې درغلۍ  شوي دي.  د ډیرو زیاتو ارزونو او هر اړخیزو تحقیقانو نه وروسته پدې نتیجه ورسیدو  چې  د کابل  د حوزې  ټولې رایې باطلې اعلان کړو.

یاد  شوي کمیسیون ویلي دي چې  د ټولټاکنو کمیسیون باید په پلازمینه کابل کې  له سره  پارلماني ټاکنې وکړي.

خو د افغانستان  د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون  ویلي دي چې  نن  به پدې اړه خپله وروستۍ پریکړه  او موقف  اعلان کړي.

د افغانستان د ټولټاکنو د کمیسیون یو تن غړي خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون لخوا د کابل د ټولو رایو د باطلولو اړوند  پریکړه په رسمي توګه دوې ته  نده رسیدلې. دا مسله  جدي بحث او ارزونې ته اړتیا لري.

د بله پلوه  د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو خپلواک کمیسیون  د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د پنځو تنو غړیو  دندې  ځنډولي  او هغوې په نقدي  جزا هم  جریمه کړي دي.

د نوموړو پنځو تنو نومونه په لاندې ډول دي.

احمد شاه زمان زی  د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون  د دارالانشا  رئیس

اول الرحمان رودال د کابل د ټاکنیزو چارو پخوانی رئیس

زمری قلمیار  د ټولټاکنو د خپلواک کمسیون ساحوي عملیاتو رئیس

عبدالعزیز صمیم د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د ساحوي عملیاتو مرستیال

سید ابراهیم سادات د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون  د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس

نوموړو کسانو دندې ځنډول شوي او هر یو په سلو سلو زرو افغانیو نقدي جریمه شوي دي.



اړوند خبرونه