په ننګرهار کې ګن شمیر داعشي ترهګر وژل شوي

په ننګرهار کې داعش پر خلاف تصفوي عملیات دوام لري

په ننګرهار کې ګن شمیر داعشي ترهګر وژل شوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې  داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ننګرهار ولایت د هسکه مینه په ولسوالۍ کې  د ۱۷ تنو  داعشي ترهګرو  د وژلو نه خبر ورکړی دی.

د املي امنیت ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې  په هسکه مینه ولسوالۍ کې  په ترسره شوو عملیاتو کې  د داعش ترهګرې ډلې د ځینو ډلمشرانو په ګډون ۱۷ تنه داعشي ترهګر  له منځه  وړل شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې  د ترهګر  یو زیات شمیر پټنځایونه، د وسلو او مهماتو  ډیپوګانو او د تجمع مرکزونه  له منځه وړل شوي دي.

پدې عملیاتو کې  افغان ځواکونو ته  هیڅډول  زیان ندی اوښتی.



اړوند خبرونه