په ننګرهار کې داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار

په ننګرهار کې مهم داعشيان نيول شوي

په ننګرهار کې داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د داعش ترهګرې د مطبوعاتو مسئول ونيول شو. 

دا خبره د ننګرهار ولايت د والي وياند کړې ده . 

د ننګرهار د والي وياند د بيان په خپرولو سره ويلي دي چې د ملي امنيت رياست منسوبينو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې د مطبوعاتي مسئول سربيره دوه تنه نور غړي هم نيولي دي. 

په بيان کې راغلي دي چې دا عمليات د ننګرهار ولايت د بهسودو په ولسوالۍ کې د ملي امنيت د رياست د صفر دوه قطعې د منسوبينو لخوا ترسره شوي دي. 

په بيان کې راغلي دي چې نيول شوو ترهګرو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی. 

د داعش د مطبوعاتو مسئول ايوبي نوميږي چې په اکرام هم مشهور دی. 

په نيول شوو کسانو کې يو تن د جګپوړو داعشي ترهګرو د خوندي سفر کولو د تنظيم د چارو او بل بيا د هغوی د ټرانسپورت مسئول چې په ظاهري توګه ريکشاواني کوله نيول شوي دي. 

په بيان کې د ننګرهار د خوږياڼو په ولسوالۍ مې هم د دوو تنو داعشي ترهګرو د وژل کيدو نه خبر ورکړ شوی دی.


پيوندونه: بهسود , داعش , ننګرهار

اړوند خبرونه