په هرات کې د پوليسو پر حوزې ډله ايز بريد شوی

په هرات د پوليسو په شپږمې خوزې ډله ايز بريد شوی

په هرات کې د پوليسو پر حوزې ډله ايز بريد شوی

د افغانستان په لويديځ هرات ولايت کې د پوليسو په شپږمې حوزې ډله ايز بريد شوی دی. 

د هرات ولايت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې وسله والو کسانو د رنګينه پل په سيمه کې د پوليسو په شپږمې حوزې ډله ايز بريد وکړ. 

بريد کوونکي حوزې ته ننوتي دي او په سيمه کې د ډزو غږونه اوريدل کيږي. 

عيني شاهدانو خبري رسنيو ته ويلي دي چې بريد کوونکو په پوليسو د بريد نه وروسته حوزې ته ننوتي دي .  

د ويلو ده چې د رنګينه پل سيمه د هرات ښار تر ټولو ګڼه ګوڼه سيمه ده.

د هرات ولايت عامې روغتيا رياست پدې پيښه کې ۵ تنو د وژل کيدو او ګن شمير نورو د ټپي کيدو نه خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه