په کابل کې چاودنې ګن شمير کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په کابل کې په يو کور کې د ګازو د بالون چاودنې ۹ تنه مړه کړل

په کابل کې چاودنې ګن شمير کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د ګازو د بالون چاودنې ۹ تنه مړه او ګن شمير نور يي ټپيان کړل . 

د کابل ته د ترلاسه شوي رپوټ له تيره شپه د پلازمينې کابل د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې په يو کور کې د ګازو بالون وچاوديد. 

پدې چاودنه کې ۹ تنه مړه او ګن شمير نور ټپيان شوي دي . 

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار خبري رسنيو ته ويلي دي چې په ډيرې خواشينۍ سره چې تيره شپه د کابل د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې په يو کور کې د ګازو بالون ددچاودنې له امله زموږ ګن شمير هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

د هغه په وينا پدې پيښه کې ۹ تنه مړه او ګن شمير نور ټپيان شوي دي . 

ټپيان استقلال روغتون تع انتقال او د درملنې لاندې نيول شوي دي. 

هغه د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه ندي ويلي.



اړوند خبرونه