په کابل کې د بهرنيو ځواکونو په کمپ بريد وشو

په کابل کې د بهرنيو ځواکونو په کمپ د موټر برمټ بريد وشو

په کابل کې د بهرنيو ځواکونو په کمپ بريد وشو

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د بهرنيو ځواکونو په هډې د موټر پرمټ بريد شوی. 

د افغاسنتان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش خبري رسنيو ته ويلي دي چې چاودنه د کابل په نهمه ناحيه کې د بهرنيو ځواکونو د ګرين ويليج په کمپ شوې ده 

د هغه په وينا ددې کمپ تر څنګ ملکي استوګنځايونه هم شتون لري .

نجيب دانش په وينا دا بريد د ماسخوتن په ۷ بحو شوی دی. روغيتايي ډلې او ځانګړي ځواکونه د پيښې سيمې ته رسيدلي دي او حالات د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

نجيب ويلي دي چې پدې پيښه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر سلو ډیر  ټپیان شوي دي  . په ټپیانو کې  ۲۳ تنه ماشومان او ۱۲ تنو ميرمنې هم  شتون لري.

دانش په وينا پدې بريد ګن شمير ملکي استوګنځايونو زيان ليدلی دی. 

په وژل شوو کسانو کې ۳ تنه نظامي او يو تن ملګي وګړی دی. 



اړوند خبرونه