د آستانې بهير او د تركيې د عفرين عمليات

په سوريه كې د روان كړكېچ د حل لارې په موخه د ايران، روسيې او تركيې په ابتكار د قزاقستان په پلازمېنه آستانه كې د خبرو اترو بهير پيل شوى و.

د آستانې بهير او د تركيې د عفرين عمليات

د آستانې بهير او د تركيې د عفرين عمليات

 

په سوريه كې د روان كړكېچ د حل لارې په موخه د ايران، روسيې او تركيې په ابتكار د قزاقستان په پلازمېنه آستانه كې د خبرو اترو بهير پيل شوى و. دا بهير چې تر اوسه پورې يې څو غونډې ترسره كړې، په سوريه كې د شپږ كلنې جګړې د پاى ته رسولو يا لږ تر لږه اوربند د رامنځته كولو په ډګر كې تر ټولو بريالى و. د درې واړو هېوادونو د هوكړه ليك پر اساس د سوريې په يو زيات شمېر سيمو كې اوربند اعلان شو چې پدې ډول د يو زيات شمېر ملكي وګړو ژوند وژغورل شو. د آستانې د بهير د پرېكړې له مخې د نهايي حل لارې په موخه د روسيې د سوچي په ښار كې د ` سوريې د ملي ډيالوګ د كنفرانس` تر نامه لاندې غونډه هم جوړيږي چې له مخې به يې نښتې پاى ته ورسيږي او د سياسي حل لارې په ډګر كې به وروستى او تر ټولو مهم ګام پورته شي. ددې ټولو مثبتو پرمختګونو سره سره د سوريې د ادليب په ښار كې د اوربند سره سره يو لړ نښتې ترسترګو كيږي.

د بشار اسد د رژيم ځواكونو د روسيې په ملاتړ د ادليب پر ښار باندې بريدونه پيل كړي چې يو شمېر سيمې يې هم نيولې دي. د رژيم ځواكونو په ادليب كې د ابو ظهور د هوايي ډګر د نيولو هڅه هم وكړه خو د د رژيم د مخالفو ځواكونو د مقاومت سره مخامخ شول. د تركيې د بهرنيو چارو وزارت له روسيې غوښتنه وكړه چې د بشار اسد پر رژيم باندې فشار راوړي تر څو د بريدونو مخه ونيول شي.

د بله پلوه د سوريې په خاوره كې د تركيې سره پولې ته نږدې د عفرين په سيمه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي ترهګرو د تركيې ملي امنيت ته خطر رامنځته كړى دى. ولسمشر رجب طيب اردوغان څه موده وړاندې په ښكاره توګه وويل د تركيې وسله وال پوځ به د سوريې د عفرين او منبج په ښارونو كې نظامي عمليات ترسره كړي. اردوغان يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې `` انشا الله سبا بله ورځ به په لنډه موده كې د عفرين او منبج په ګډون په سوريه كې د ترهګرې ډلې ځالې له منځه يوسي.`` د ولسمشر د څرګندونو سره سم په سيمه كې د فايلاق الشام په نامه د رژيم د مخالفو ځواكونو ډلې د ۲۰ زره سرتېرو سره چې د آزادې سوريې د اوردو په چوكاټ كې فعاليت كوي، د عفرين د عملياتو لپاره تيارى وښود.

ولسمشر په سوريه كې د پې كا كا ترهګرو ته په اشارې سره وويل چې `` دوى د امريكا په ملاتړ موږ ته ګواښ كوي. دوى غواړي چې تركيه په داخلي مسايلو باندې مصروفه شي. ټول راځئ، هر څوك چې ياست مقابلې ته تيار يو. دا بله چاره نه لري. اوسمهال د توپونو په واسطه د دوى مورچلې ولو او پرېكړه مو كړې چې عملياتو ته به دوام وركړو.``

اردوغان امريكا ته په خطاب كې وويل چې د د ترهګرو ډلو نه دې له ملاتړه لاس واخلي. `` په سيمه كې ۳۰ زره كسيزه اوردو به ونشي كولاى چې ستا استازيتوب وكړي. بيا به د تركيې په څېر خپل متفق ته د شرم احساس وكړې. موږ امريكا ته وايو چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې موږ مخې ته مه درېږئ. د قاتلينو سره د مبارزې په برخه كې زموږ مخې ته مه درېږئ. هغه بيرغونه چې مو د ترهګرو ډلو پر سر ځړولي دي، پخپله راښكته كړئ تر څو موږ اړ نشو چې تاسې ته يې تسليم كړو او يا د ترهګرو سره يو ځاى په خاورو كې درته ښخ كړو.``

پدې ډول اردوغان يو ځل بيا په سيمه كې د ترهګرو پر وړاندې د تركيې د قاطع دريځ په اړه نړيوالې ټولنې او په تېره بيا امريكايي چارواكو ته خبردارى وكړى.

د امريكايي چارواكو د څرګندونو په اساس دا هېواد غواړي چې د پي واى ډي د ډلې د ځواكونو نه ۳۰ زره كسيزه اوردو جوړه كړي. امريكايي چارواكي هڅه كوي چې د ` د سرحد د ساتونكې اوردو ` په نامه دا ځواكونه د سوريې په شمال كې ځاى پر ځاى كړي او د داعش د ماتې خوړلو وروسته د سوريې د ځمكنۍ بشپړتيا حق پر پښو لاندې كړي. تركيې، د بشار اسد رژيم او روسيې د امريكا ددې پلان سره سخت مخالفت كړى دى.

د استانې د خبرو اترو اصلي محور د سوريې د ځمكنۍ بشپړتيا د ساتنې په موخه هلې ځلې وې. د همدې امله د پي واى ډي له ترهګرو نه د امريكا لخوا د يوې منظمې اوردو جوړول او بيا د سوريې او عراق په شمال كې ځاى پر ځاى كول په اصل كې د استانې د بهير د خبرو اترو او پايلو سره په ټكر كې دي.  امريكا پدې بهير كې د خپل يواځېتوب د لمنځه وړلو په موخه د سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو او اسراييلو په ګډون د هېوادونو د ملاتړ د ترلاسه كولو سره له دې يواځېتوب مخه نيسي.

د تركيې لخوا د عفرين په سيمه كې د ترهګرو سره د مبارزې په موخه د عملياتو د پيلېدلو احتمال ډېر لوړ دى. تر اوسه پورې ددې عملياتو د جزيياتو په اړه څه نه دي ويل شوي خو داسې اټكل كيږي چې دا عمليات به د عفرين په ګډون شاوخوا سيمې هم له ترهګرو پاكې كړي او پدې ډول به د پي واى ډي ترهګر په سيمه كې كلابند كړي. پر عفرين باندې د پي واى ډي  د عملياتو په پايله كې زرګونو ملكي وګړو تركيې ته كډه وكړه. دا ملكي وګړي چې اوسمهال په تركيه كې اوسيږي، له اوږدې مودې راهيسې په سيمه كې د تركيې په ملاتړ د آزادې سوريې د اوردو لخوا د عملياتو ترسره كولو ته انتظار وباسي.

 



اړوند خبرونه