د امريكا ستراتيژيكه تېروتنه

ددې لاسته راوړنې پرته د نورو موضوعګانو په اړه چې د تېرو ۴ كلونو راهيسې د دواړو هېوادونو اړيكو ته زيان رسوي، هېڅ ډول پرمختګ ونشو. تركي چارواكي د امريكا لخوا د پي واى ډي/ پې كا كا سره پر مرستو او همكارۍ باندې پرله پسې نيوكې كوي.

د امريكا ستراتيژيكه تېروتنه

ليكوال: اېډم مك كونل

دوه اونۍ وړاندې يو امريكايي پلاوى د تركي سياستوالو سره د خبرو اترو په موخه انقرې ته راغلى و. كه څه هم دواړو خواو پر پر يو زيات شمېر موضوعاتو باندې بحث او خبرې اترې وكړې خو ددې غونډو تر ټولو مهمه پايله دا شوه چې د د دواړو هېوادونو ترمېنځ د روانو ناندريو د پېټي د كمولو په موخه د اړيكو او ډيالوګ اغېزمن ميكانيزم رامنځته شي.

ددې لاسته راوړنې پرته د نورو موضوعګانو په اړه چې د تېرو ۴ كلونو راهيسې د دواړو هېوادونو اړيكو ته زيان رسوي، هېڅ ډول پرمختګ ونشو. تركي چارواكي د امريكا لخوا د پي واى ډي/ پې كا كا سره پر مرستو او همكارۍ باندې پرله پسې نيوكې كوي. امريكايي چارواكي بيا سره له دې چې  دا ډلې حتى ددې هېواد د دولتي ادارو لخوا هم د ترهګرو په توګه په رسميت پېژندل كيږي، د خپلو اړيكو پر دوام ټينګار كوي او هڅه كوي چې ترهګرو ته برائت وركړي او يا پدې اړه د پوښتنو د ځوابولو نه ډډه وكړي.

يو زيات شمېر امريكايي چارواكي، حتى ددې هېواد د مركزي استخباراتو اداره سي آى اې هم پدې اعتراف كوي چې پي واى ډي د پې كا كا څانګه ده. خو د امريكايي ادارو وياندويان او يو شمېر نور چارواكي چې كله پدې اړه د  تركيې د نيوكو او غبرګونو خبرونه واوري، ګويا په غوسه كيږي. پداسې حال كې چې په تركيه كې د امريكا ددې دريځ پر وړاندې غوسې راپارېدلي دي او د تركيه د امريكا د نېك نيت په اړه شكمنه شوې ده، دا وياندويان د خبريالانو د پوښتنو د ځوابولو پر مهال د ` غوسې` او `اندېښنې` پېښې كوي. دوى پر خپل ناسم او غير واقعي سياست باندې د اعتراف كولو پر ځاى د تركيې پر رسنيو باندې نيوكې كوي.

پي واى ډي/ پې كا كا د تركيې ځمكنۍ بشپړتيا ته ګواښ دى

د پي واى ډي/ پې كا كا سره د امريكا د متحدو ايالتونو اړيكې او بيا وروسته د نظامي همكاريو بهير د ۲۰۱۴م كال په پاى كې پيل شو. دا پرېكړه هغه مهال وشوه چې داعش د تركيې د پولې په سوېل كې د سوريې په خاوره كې د راژوا پر سيمې باندې بريد وكړ. تركي چارواكو حتى د عراق په شمال كې د كردانو د سيمه ايزې ادارې ملېشو ته د داعش سره د مبارزې په موخه  د خپلې خاورې نه د تېرېدلو اجازه وركړې وه.

هغه څه چې د اوباما د ادارې چارواكي پرې نه پوهېدل، دا وو چې د پي واى ډي/ پې كا كا سره د اړيكو ټينګول به د تركيې – امريكا ترمېنځ د اتفاق د بنسټ نه د يوې ډبرې لرې كول دي. په حقيقت كې دا سياست د يو تن ۳۰ كلن سياستوال ( بن رودېس) لخوا چې هغه مهال د اوباما د بهرني سياست سلاكار و، پلى شوى و چې د سيمې په اړه يې هېڅ ډول معلومات نه درلودل.

د تركيې – امريكا ترمېنځ د اتفاق اساسي بنسټ دا دى چې په تركيه كې د ځينو سياستپوهانو په وينا `` له پولې بهير د يو متوازن قوت`` شتوالي ته اړتيا ليدل كېدله چې هغه اوس امريكا ده. د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو كې د عثماني امپراتورۍ او بيا د تركيې د جمهوريت د چارواكو تر ټولو مهمه اندېښنه دا وه چې د پولې بهر هېواد ته د متوجه ګواښونو پر وړاندې يو داسې پياوړي زبرځواك سره اتفاق وكړي چې په ټوليزه توګه پخپله تركيې ته ګواښ نه وي.

تركيې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال امريكا د خپل متفق هېواد په توګه وټاكله. د امريكا متحدو ايالتونو بيا په سيمه كې د پخواني شوروي اتحاد د اندېښنې له وېرې او د شوروي سره د اوږدمهالې مبارزې د احتمال پر اساس تر ۱۹۴۶م كاله پورې د تركيې سره اتفاق ته زړه ښه نه كړ. تركيې چې د پخواني شوروي اتحاد سره ګډه پوله درلودله، د امريكا لپاره د لومړي خط د متفق په توګه ګټوره وه. ددې په مقابل كې امريكا بايد د تركيې وسله وال پوځ د جګړو په پايله كې كمزورى شوى و، بيا رغولو. د سړې جګړې پر مهال په تركيه كې د يو زيات شمېر امريكايي سرتېرو او نورو چارواكو شتوالى او د پخواني شوروي اتحاد لخوا د ښكاره ګواښ په پايله كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ اتفاق رامنځته كړ چې په دې ډول د تركيې ځينې اندېښنې هم رفع شوې.

د روسيې لخوا تركيې ته متوجه ګواښ د سړې جګړې د پاى ته رسېدلو سره هم پاى ته ونه رسېد. د لنډې مودې ځنډ وروسته روسيې يو ځل بيا د تېرو ۳ پېړيو په څېر د تركيې د ملي حاكميت پر وړاندې د يو ګواښ په توګه ظهور وكړ. په سيمه ايزو نښتو د امريكا د ښكېلتيا سره سم د تركيې نظامي هډې او عسكري امكانات ددې هېواد لپاره ډېر ګټور و.

۲۰۱۴م كال يو ميلاد و.

په ۲۰۱۴م كال كې حالات بدل شو. په ځانګړي توګه په جګړه ځپلې سوريې كې د ( اوباما د غير فعال سياست) په پايله كې د مسكو مداخله او شتوالى ددې سبب شو چې د روسيې لخوا سيمې ته اوږدمهالى ګواښ متوجه شي. د اوباما لخوا د پي واى ډي/ پې كا كا سره د اتفاق كولو پرېكړه پدې معنى ده چې امريكا د داسې ډلې سره همكاري كوي چې وجودي فلسفه يې د تركيې ځمكنۍ بشپړتيا ته ګواښ رامنځته كول دي. يعنې د اوباما ادارې د داسې ډلې سره د همكارۍ پرېكړه وكړه چې د تركيې ملي حاكميت ته ګواښ دى.

كه چېرې موضوع ته د تركيې له نظره وګورو نو دا څرګنديږي چې د امريكا لخوا د پي واى ډي/ پې كاكا سره همكاري ددې سبب كيږي چې د واشنګټن – انقرې ترمېنځ تاريخي اتفاق ته په عين وخت كې زيان رسيږي. ځكه امريكا په خپله د تركيې د ګټو په مقابل كې د ستراتيژيك ګواښ په توګه ظهور كوي. دا چې امريكا ولې دومره لويه تېروتنه وكړه، پدې اړه به تاريخپوهان قضاوت وكړي خو بايد ووايو چې د امريكا لخوا ددې تېروتنې اصلي سرچينه هغه غير عاقلانه او بې بصيرته سياستونه چې په سيمه كې ( د تركيې په څېر) يو هېواد سره د اړيكو ټينګولو ته د شك په سترګه ګوري.

ګولن هم د تركيې ملي حاكميت ته ګواښ دى

له بده مرغه د تركيې په اړه د امريكا د غير عاقلانه سياسي ترجېح يواځې د پې كا كا د موضوع پورې اړه نه لري. د ۲۰۱۳م كال د دسمبر د مياشتې راهيسې هغه كسان چې د تركيې كورني سياست ته په بېطرفانه توګه د د نظر اچولو وړتيا لري، دا درك كړه چې د فتح الله ګولن شتوالى د تركيې ديموكراسۍ ته يو لوى ګواښ دى. د ۲۰۱۶م كال د جولاى په مياشت كې په تركيه كې د كودتا د ناكام اقدام پر مهال هم په وسله وال پوځ كې د فتح الله ګولن د پټو لارويانو رول افشا شو. پدې ډول د ګولن لخوا تركيې ته متوجه ګواښ په تاوتريخوالي او جنايت باندې بدل شو. په بله عبارت، د ګولن ډله د تركيې ټولنې او د ديموكراتيكو لارو د ټاكل شوي سياسي اقتدار پر وړاندې د تاوتريخوالي ډك ښكاره ګواښ رامنځته كړ.

پدې ټول پوهيږي چې ګولن د ۱۹۹۹م كال راهيسې په امريكا كې ژوند كوي. دا پدې معنى ده چې امريكا د پې كا كا سربېره د ګولن د ډلې سره چې دواړه د تركيې ملي حاكميت ته ګواښ رامنځته كوي، نږدې اړيكې لري. ددې حقيقت سره سره امريكا تركيې ته د ګولن د وركولو په برخه كې هېڅ دول عملي ګام نه پورته كوي.

پدې اړه كه منطقي فكر وشي نو په تركيه كې د امريكا شتوالى هم د خطر سره مخامخ كيږي. مثلن كه فكر وكړو چې امريكا د داسې ډلو سره چې د تركيې ملي حاكميت ته ګواښ رامنځته كوي، همكاري وكړي او هغوى ته په خپل كور كې ځاى وركړي نو دا په دې معنى ته چې په تركيه كې ددې هېواد نظامي شتوالي ته هم د يو احتمالي ګواښ په سترګه كتل كيږي. شخصاً غواړم ووايم چې زه داسې فكر نه كوم خو زه هغه تركي سياستوال نه يم چې د ټاكنو پر مهال د خپلو رايه وركونكو پر وړاندې د مسئوليت احساس كوي. د تېرو ۵ كلونو په اوږدو كې په تركيه كې د امريكا د نظامي شتوالي په اړه د تركي سياستوالو ترمېنځ د اندېښنې سبب شوى دى.

 پدې وروستيو كې روانو پېښو ته په كتلو سره انسان دې ته مجبوريږي چې فكر وكړي چې د تركيې د ملي حاكميت لپاره په هېواد  كې د مېشتو امريكايي ځواكونو  د شتوالي په اړه به اندېښنې نورې هم زياتې شي. دا به هم ددې سبب شي چې تركيه ۷۰ كاله وړاندې سياست ته مخه كړي.  په تېرو ۷۰ كلونو كې داسې انګېرنه وه چې په تركيه كې د امريكا نظامي شتوالى ددې هېواد د ملي حاكميت د ضمانت كوونكي عنصر په توګه فعاليت كولو. دا پدې معنى ده چې ددې هېواد ځواكونه د تركيې لپاره خطر دى.  ددې په پايله كې د امريكا پر وړاندې اوس د تركي سياستوالو او هېوادوالو هغه غوسه او اندېښنه د توجېح وړ ده چې له مخې يې ددې هېواد لخوا د ترهګرو سره مرسته كيږي.

د بدلون په حال كې ستراتيژيك ليدلورى

كه چېرې امريكا د فتح الله ګولن او پي واى ډي/ پې كا كا په څېر هغو ډلو سره چې د تركيې ملي حاكميت ته ګواښ رامنځته كوي، خپلې ملګرتيا ته دوام وركړي نو دا پدې معنى ده چې امريكا نوره د تركيې ۷۵ كلن ( بهرنى متفق ) نه دى. پدې ډول امريكا به د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو كې د فرانسې، انګلستان او روسيې د هېوادونو په هغې كټه ګورۍ كې شامله شي چې د دريو خواو يې د تركيې ملي حاكميت ته ګواښ رامنځته كړى و. دې هېوادونو هغه مهال د عثماني امپراتورۍ نه د خاورې په ترلاسه كولو باندې مشغول وو.

امريكا كه چېرې د داسې جوړښتنونو سره چې له يوې خوا د تركيې د ملي حاكميت لپاره ګواښ رامنځته كوي او د بله پلوه د تركيې په دولتي ادارو د فتح الله ګولن د ډلې نفوذ لرونكو كسانو په ساتنې او پالنې بوخته وي نو بايد پوهه شي چې د تركيې لپاره يې د ۱۹مې پېړۍ د انګلستان، فرانسې او روسيې د هېوادونو د سياستونو نه هېڅ ډول توپير نه لري. امريكايي چارواكي د تركيې لپاره د همدې هېوادونو د سياستوالو په توګه ظاهريږي. ددې په پايله كې به تركي هېوادوال يا هغه سياستوال چې د مشروع ټاكنو لخوا اقتدار يې ترلاسه كړى دى مجبور شي چې يا د ځان لپاره ( پولې بهر متفق) پيدا كړي او يا هم خپله ستونزه په خپله حل كړي.

ددې يوه بېلګه د تركي حكومت لخوا د مدرنو وسلو او پرمختللې ټېكنالوژۍ د ترلاسه كولو په موخه پدې وروستيو كلونو كې فوق العاده هلې ځلې دي. تېره اونۍ د تركيې وسله وال پوځ د سوريې په شمال كې د پي واى ډي/ پې كا كا سره د مبارزې پر مهال په عفرين كې د چلونكي پرته وسايطو په كارولو پيل وكړ.

د ۱۹مې پېړۍ راهيسې د عثماني دولت او د اوسنۍ تركيې وسله وال پوځ او د عامه نظم ځواكونه نه يواځې د وسلو جوړولو بلكې د تخنيك او ډسپلين له پلوه هم پر بهرنيانو تكيه كوله. خو پدې وروستيو كلونو كې د فرات د سپر او د زيتون د څانګې د عملياتو پر مهال د وسلو لرونكو بې پيلوټه الوتكو په واسطه چې د تركيې لخوا جوړې شوي دي، بمباري وكړه.

ددې ټولو سره سره دا ډول عمليات بايد په ډېر حساسيت سره ترسره شي. ځكه له يوې خوا د ستراتيژيكي پلوه مهم دي او د بله پلوه د ملكي وګړو د مرګژوبلې د مخنيوي په موخه بايد د پرمختللې ټېكنالوژۍ نه ګټه پورته شي. تركي وسله وال ځواكونه او افسران د چريكي جګړه مارو او په استوګنځايونو كې د جګړې له پلوه دومره ماهره شوي دي چې امريكايي ځواكونه يې هم تر اوسه پورې وړتيا نه لري. د جګړې د سمدستي پاى ته رسېدلو سره سم تركي خيريه ټولنې د جنګځپلو سره د مرستې په موخه سيمې ته ځي او د هغوى پر ټپونو باندې مرهمونه ږدي. په عمومي توګه بهرنيو وسلو او وسله والې ټېكنالوژۍ ته د تركانو اړتيا د لږېدلو په حال كې ده.

دلته مهمه موضوع دا ده چې د امريكا د اوسنيو او پخوانيو ادارو د نظامي او ملكي چارواكو پرېكړې ددې سبب شوې چې تركيه خپل تدابير په خپله ونيسي. كه چېرې امريكايي چارواكي غواړي چې تركيه هېوادوال او تركي سياستوال دې ته قانع كړي چې امريكا اوس هم ددوى متفق هېواد دى او د دوى لپاره ګواښمن نه دى نو بايد په خپلو پرېكړو باندې له سره غور وكړي.



اړوند خبرونه