د نوبل د ادبياتو د جايزې ګټونكې اعلان شو.

د نوبل د ادبياتو په څانګه كې د ۲۰۱۷م كال جايزه جاپاني الاصله انګليسي كازوو ايشيګورو ته وركړل شوه.

د نوبل د ادبياتو د جايزې ګټونكې اعلان شو.

 

د نوبل د ادبياتو په څانګه كې د ۲۰۱۷م كال جايزه جاپاني الاصله انګليسي كازوو ايشيګورو ته وركړل شوه.

ايشيګورو چې په انګلستان كې اوسيږي ټول ناولونه يې په انګليسي ژبه ليكلي دي.

د ` ورځې راپاتې` تر نامه لاندې ناول سره ايشيګورو د نړۍ په سطحه شهرت وموند. په همدې ډول يې ۱،۱ ميليونو ډالرو په ارزښت جايزه هم خپله كړه.

دا ناول د يو فلم په توګه د سينما پر پردې هم ظاهر شوى دى. دا ناول په اصل كې په ۱۹۸۹م كال كې ليكل شوى دى.

ايشيګورو تر اوسه پورې ۸ كتابونه ليكلي دي. سربېره پر دې ايشيګورو د سينمايي فلمونو او ډرامو سناريوګانې هم ليكلي دي.


پيوندونه: ادبیات , نوبل

اړوند خبرونه