په روسيه كې د قرآن كريم د قرائت سيالي

په روسيه كې د قرآن كريم د قرائت د نړيوالې سيالۍ په ترڅ كې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو نه لسګونو قاريانو ګډون وكړ.

په روسيه كې د قرآن كريم د قرائت سيالي

 

 

پدې سيالۍ كې چې د روسيې د مفتيانو د شورا لخوا جوړه شوې وه د نړۍ د ۳۲ هېوادونو نه پكې قاريانو ګډون كړى و.

ددې سيالۍ په فاينل كې پنځه تنه قاريانو ګډون وكړ چې لومړى مقام د يو ايران حافظ په برخه شو. دويم مقام د بحرين د هېوادوال او دريم د سوريې د هېواد هېوادل ترلاسه كړ.

درې واړو قاريانو ته د جايزې په دود د عمرې د حج د ادا كولو اسانتيا په نظر كې ونيول شوه.

په روسيه كې هر كال د قرآن كريم د قرائت سيالي ترسره كيږي چې لسګونه قاريان په كې ګډون كوي.



اړوند خبرونه