د نواز شريف زوم نيول شوى

د پاكستاني رسنيو د معلوماتو پر اساس ددې هېواد د پخواني لومړي وزير محمد نواز شريف زوم نن په هوايي ډګر كې له لندنه د راستنېدلو نه سمدستي وروسته نيول شوى دى.

د نواز شريف زوم نيول شوى

 

د پاكستاني رسنيو د معلوماتو پر اساس ددې هېواد د پخواني لومړي وزير محمد نواز شريف زوم نن په هوايي ډګر كې له لندنه د راستنېدلو نه سمدستي وروسته نيول شوى دى.

د معلوماتو له مخې د محمد صفدر د نيولو امر محكمې وركړى وو. محمد صفدر د نواز شريف د لور مريم نواز مېړه دى چې لندن ته د خپلې خواښې كلثوم نواز پوښتنې ته تللى وو.

د پاكستان پخوانى لومړى وزير نواز شريف ددې هېواد د سترې محكمې په امر وروسته له هغې له دندې لرې شو چې كورنۍ يې په مالي فساد تورنه شوه.

د پانامې د اسنادو په نامه هغه مالي رسوايي چې څو كاله وړاندې خپره شوه، د نواز شريف د كورنۍ د نږدې غړيو نومونه هم پكې راغلي دي.

ويل كيږي چې صفدر محمد پخوا په ضمانت خوشې شوى و خو محكمې ته د نه حاضرېدلو له امله يې بېرته د نيولو حكم شوى دى.



اړوند خبرونه