امريكا ته د ايران خبردارى

د ايران د ديني مشر ستر سلاكار علي اكبر ولايتي ګواښ وكړ كه چېرې امريكا د انقلاب د ساتونكو ځواكونو ډله د ترهګرو په لست كې شامله كړي، د پياوړي متقابل ځواب سره به مخامخ شي.

امريكا ته د ايران خبردارى

 

ولايتي څرګنده كړه چې د امريكا لخوا  ددې كار په كولو سره به ايران ټول ممكن تدابير ونيسي.

نوموړي زياته كړه چې`` امريكايان له داعشه ملاتړ كوي. د همدې امله د انقلاب د ساتونكو ځواكونو نه ناراحته دي. خو هوى د انقلاب د ساتونكو ځواكونو ته د زيان رسولو په پرتله ډېر واړه دي.``

د ولايتي په وينا د امريكا لخوا د احتمالي بنديزونو پر وړاندې به متقابل ګام پورته كړي. پدې اړه به ټول ممكن تدابير ونيسي.

د بله پلوه د ايران د انقلاب د ساتونكو ځواكونو يو قوماندان او د اوردو وياند مسعود جزايري پدې اړه وويل چې`` د ټرمپ اداره يواځې د ښكنځلو نه په ډكو الفاظو ښه پوهېږي. په نړۍ كې د ځواك د معنى د پوهېدلو لپاره ځينو اقداماتو ته اړتيا لري. امريكايانو ته د درس وركولو وخت راغلى دى. ``



اړوند خبرونه