د پاکستان  د کوټې په ښار کې  د پولیسو  د موټر ترڅنګ  چاودنه وشوه.

په کوټه کې چاودنه وشوه

د پاکستان  د کوټې په ښار کې  د پولیسو  د موټر ترڅنګ  چاودنه وشوه.

د پاکستان  د کوټې په ښار کې  د پولیسو  د موټر ترڅنګ  چاودنه وشوه.

د سیمې نه  د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  چاودنه  د کوټې ښار  د هزار ګنجي  د سبزۍ منډوي  ترڅنګ  رامنځته شوې ده .

پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  چاودنه  د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه شوې ده .

چاودیدونکي  توکي  د منډوي  د دروازې  په خوله کې  ځای په ځای شوي وو.

په چاودنه کې تر اوسه پورې  د ځاني  زیان په اړه  څه ندي ویل شوي .

د چاودنې نه وروسته  امبولانسونه او د ژغورنې ډلې سیمې ته  استول شوي دي.

د ویلو ده چې  پنځه ورځې مخکې هم  د کوټې ښار په سریاب روډ کې  په پولیسو  چاودنه وشوه چې له امله يي  ۷ تنه پولیسو ژوند د لاسه ورکړ. همداشان په همدې ورځ  په کوټه کې د پولیسو یو مشر هم  د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی وو.



اړوند خبرونه