د ایران د دیني مشر د مرګ اوازه خپره شوې
د ایران د دینی مشر ایت الله علی خامنه يي د مرګ په اوازې خپرې شوي دي.

د ایران د دینی مشر ایت الله علی خامنه يي د مرګ په اوازې خپرې شوي دي.
د ایران د اسلامي انقلاب د ۳۹ کلیزې د لمانځنې په مراسمو کې د خامنه يي نه ګډون د هغه د مرګ په اړه اوازې خپرې کړې.
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د ۳۹ کلیزې نه د پلازمینې تهران د ازادۍ په میدان کې د جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې لمانځنه وشوه.
پدې مراسمو کې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني ګډون کړی وو د نوموړي هیواد دیني مشر علي خامنه يی ګډون نه وو کړی. په سلګونو زرو تنو د ایران د پخواني مذهبي مشر خومیني او اوسني مشر علي خامنه يي عسکونه او د ایران بیروغونه رپول.
د خامنه يي نه ګډون د ټولو سره ډول ډول پوښتنې پیدا کړې. همداشان پدې مراسمو کې د خامنه يي د مرګ اوازه هم خپره شوه.
د ویلو ده چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله د تیرو څو ورځو راهیسې د کور نه ندی وتلی. دې مسلې د هغه د مرګ په اړه ادعاګانې رامنځته کړي دي.
حتا په ځینو ایراني ورځپاڼو کې آیا خامنه يي ژوند د لاسه ورکړ ؟ په څیر ادعاګانې شوي دي.
پداسې حال کې چې د ایران د دیني مشر د دفتر لخوا د هغه د مرګ یا ژوند په اړه څه ندي ویل شوي خو ځینو خبري رسنیو بیا خامنه يي د کولمو د سرطان له امله ژوند د لاسه ورکړی ادعا کړې ده .