د پاکستان  د بلوچستان په ایالت کې  د امنیتي ځواکونو پر موټر  خونړی برید وشو.

په کوټه کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو

د پاکستان  د بلوچستان په ایالت کې  د امنیتي ځواکونو پر موټر  خونړی برید وشو.

د پاکستان  د بلوچستان په ایالت کې  د امنیتي ځواکونو پر موټر  خونړی برید وشو.

د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز  کوټه کې  نامعلومو کسانو د امنیتي ځواکونو پر موټر  وسله وال برید وکړ.

پیښه  د کوټې د سریاب روډ د لانګو په سیمه کې  رامنځته شوې ده . ویل کیږي  نامعلومو وسله والو  د پاکستان  د پوله ساتو ځواکونو د ګزمې پر موټر  برید وکړ.

د برید نه وروسته  سمدلاسه  نور امنیتي ځواکونه  او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې.

په پیښه کې  ۴ تنو  سرتیرو  ژوند  د لاسه ورکړ.

برید کوونکي  د برید نه په تیښته بریالي شوي دي. امنیتي ځواکونو سیمه  محاصره کړې  او د پلټنې په عملیاتو پيل کړی دی .

د برید مسئولیت  تر اوسه پورې کوم شخص یا ډلې په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه