د ایران د پارلمان وکیلانو په پارلمان کې د امریکا بیرغ وسوځو

د ایران  د پارلمان  وکیلانو  د  اټومي تړون نه د امریکا د وتو په غبرګون کې  په پارلمان کې د امریکا بیرغ  او د اټومي تړون  متن  وسوځو.

د ایران د پارلمان وکیلانو په پارلمان کې د امریکا بیرغ وسوځو

د ایران  د پارلمان  وکیلانو  د  اټومي تړون نه د امریکا د وتو په غبرګون کې  په پارلمان کې د امریکا بیرغ  او د اټومي تړون  متن  وسوځو.

د ایران د دولتي تلویزیون د خبر له مخې ، د نوموړي هیواد د پارلمان وکیلانو  د نن سهار په غونډه کې  د اټومي تړون نه  امریکا د وتو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

بعضې وکیلانو  د امریکا بیرغ  او اټومي  تړون  متن  ته  اور ورته کړ  او  مرګ په امریکا شعارونه يي ورکړل.

د ایران د پارلمان ریس  علي لاریجاني  د ټرمپ پر خلاف په غبرګون  کې وویل

« د امریکا لخوا د اټومي تړون نه  وتل  په اصل کې ددې خبرې ښکارندويی کوي چې د امریکا  ولسمشر ټرمپ  د ستونزو د حل په خاطر   عقلي  ظرفیت  نه لري . »

لاریجاني  د ایران د اټومي انرژۍ په ادارې غږ وکړ چې  له سره  د اټومي فعالیتونو  د پیلولو په خاطر  پوره چمتوالی ولري.

د یادولو وړ ده د امریکا ولسمشر  دونالد ټرمپ  چې د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو د ورځې نه  د ایران سره د اټومي تړون  پر خلاف  وو او په هر فرصت  سره به يي دا خبره تکراروله  تیره ورځ  په رسمي توګه  د نوموړي تړون د امریکا  وتل  اعلان کړل.

هغه  تیره شپه  په سپینه ماڼۍ کې  اعلان وکړ چې هیواد يي  د ایران سره د لاسلیک شوي اټومي تړون نه  جلا شو  او ددینه وروسته به پر ایران  یو ځل بیا  ډیر قوي اقتصادي بندیزونه  ولګول شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني  ویلي وو چې  د پنځه جمع یو د هیوادونو نه پاتې پنځه هیوادونه  ددې تړون  پلوي کوي.

د ویلو ده چې  نړۍواله ټولنه د ایران سره د اټومي پروګرام  پر سر د کلونو کلونو  ناندریو او جنجالونو نه وروسته  په ۲۰۱۵ کال کې  په تفاهم  ورسیده.

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دوره کې  د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو او جرمني  د ایران سره  د اټومي پروګرام په اړه تړون له مخې. ددې تړون د لاسلیک سره  ایران خپل اټومي فعالیتونه  ودرول او ددې په مقابل کې امریکا  او اروپايي هیوادونو  پر ایران لګول شوي  اقتصادي  او نور بندیزونه  سپک کړل.



اړوند خبرونه