عمران خان افغان کډوالو ته ډير مهم زيری ورکړ

د پاکستان لومړي وزير لخوا کډوالو ته مهم زيری

عمران خان افغان کډوالو ته ډير مهم زيری ورکړ

د پاګستان لومړي وزير عمران خان په نوموړي هيواد کې ميشتو افغان او بنګالي کډوالو ته ډير مهم زيری ورکړ. 

عمران خان وويل چې په کراچۍ کې د لسګونو کلونو راهيسې په سلګونو زره تنه بنګالي او په سلګونو زره تنه افغان کډوال چې ماشومان يي پدې هيواد کې زيږيدلي دي پرته د قانوني اسنادو او تابعيت ژوند کوي. 

دا پيچاره ګان د قانوني اسنادو د نشتون له امله د ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان دي. 

هغه وويل چې په امريکا کې چې کله د يو کډوال ماشوم وزيږي هغه ته سمدلاسه پاسپورت ورکوي خو مونږ دې خلکو ته هيڅ ندي ورکړي.

انشاالله مونږ به هم دې کډوالو ته تابعيت ورکړو. ددې هيواد پاسپورت به ورکړو. 

هغه وويل چې پدې ډول غواړي چې په کراچۍ ښار کې د جرايمو کچه راټيټه کړو. 

عمران خان دا څرګندونې په کراچۍ ښار کې وکړې . 

هغه د کراچۍ ښار لپاره خپل پلانونه اعلان کړل. هغه وويل چې ددې ښار ټوله ګنده ګي به پاکه کړي. هغه وويل چې د کراچۍ پرمختګ په اصل کې د پاکستان پرمختګ دی.



اړوند خبرونه