د ایران ۱۴ تنه امنیتي ځواکونه وتښتول شول

وسله والو د ایران په ختیځو پولو کې ۱۴ تنه ایراني ځواکونه تښتولي دي

د ایران ۱۴ تنه امنیتي ځواکونه وتښتول شول

نامعلومو وسله والو د ایران ۱۴ تنه پوله ساتي ځواکونه  تښتولي دي.

د ایران د خبري رسنیو د خبر له مخې  د نوموړي هیواد په ختیځو  پولو کې  نامعلومو وسله والو کسانو  د ایران ۱۴ تنه امنیتي سرتیري  تښتولي دي.

ویل کیږي نوموړي کسان  نن  د اکتوبر ۱۶ مه  د سهار په وختي ساعتونو کې تښتول شوي دي.

وسله والو کسانو  د ایران په ختیځ پولو کې  د لولکدان په سیمه کې  پر امنیتي پوستو د برید سره  دا ۱۴ تنه  تښتولي دي.

ایراني خبري رسنیو  یواځې ویلي دي چې  دا کار د ترهګرو لخوا شوی دی  خو  دا يي ندي ویلي چې د کومې ډلې  اړوند ترهګرو لخوا.

د بله پلوه  د جیش العدل  په نامه  ډلې  د نوموړې پیښې مسئولیت په غاړه اخیستی دی. د جیش العدل  ډلې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ایراني امنیتي ځواکونو ددوې لخوا تښتول شوي دي خو ایراني چارواکیو بیا پدې اړه څه ندي ویلي.

د جیش العدل ډلې  تیر کال هم  یو تن ایراني سرتیری تښتولی وو چې  سږ کال د اګست په میاشت کې خوشې کړ.

د یادولو وړ ده  چې  نږدې یوه میاشت مخکې  د ایران د اهواز  په ولایت کې  د امنیتي ځواکونو  په رسم ګذشت  خونړی برید شوی وو چې له امله يي  ۲۲ تنه  مړه  او ۵۳ تنه نور ټپيان شوي وو.



اړوند خبرونه