د ایران  یوې باروړونکې  الوتکې  سقوط وکړ.

په ایران کې الوتکې سقوط کړط

د ایران  یوې باروړونکې  الوتکې  سقوط وکړ.

د ایران  یوې باروړونکې  الوتکې  سقوط وکړ.

د ایران نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  باروړونکې الوتکه  د نوموړي هیواد پلازمینې تهران ته نږدې  د صفا دشت په استوګنیزه سیمه کې  لویدلې ده .

د ایران  د رسمي مقاماتو په وینا الوتکې  په ځايي وخت د سهار په ۸ بجو او ۳۰ دقیقو سقوط کړی دی.

ویل کیږي په الوتکه کې  ۱۶ تنو سفر کولو  چې  د نوموړو ۱۶ تنو نه د ۷ تنو مړي  موندل شوي او یو تن  ژوندی  موندل شوی او روغتون ته انتقال شوی دی.

ځايي مقاماتو ویلي دي کیدای شي چې پدې پيښه کې د صفا دشت په استوګنیز ښار ګوټي کې هم  خلکو ته ځاني زیان اوښتی وي خو تر اوسه پورې په اړه دقیق معلومات نشته.

د بله پلوه د ایران پوځ ویلي دي چې الوتکه ددوې پورې اړوند ده او د قیرقیزستان پلازمینې بشکیک نه الوتنه کړې وه. د ایران پوځ ویلي دي چې  په الوتکه کې  غوښه  راانتقالیده.

د ایران پوځ ویلي دي چې الوتکې د تخنیکي ستونزې له امله د البرز په هوايي ډګر کې د بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه. الوتکې د بیړنۍ ناستې پر مهال کنټرول د لاسه ورکړ  او د ځغاستې د لیکې نه په وتو سره  استوګنیزې سیمې ته داخله شوې ده . الوتکې  وروسته  اور واخیست.



اړوند خبرونه