په يو فلسطيني كلي كې د اسراييلو لخوا پر اذان بنديز

د اسراييلو تر يرغل لاندې لوېديځه تراړه كې په يو فلسطيني كلي كې پر اذان بنديز لګول شوى دى.

په يو فلسطيني كلي كې د اسراييلو لخوا پر اذان بنديز

 

 

د لوېديځې تراړې د الخليل د ښار په سوېل كې التواني په كلي كې د مېشتو يهودانو د شكايت په پايله كې اسراييلي مقاماتو د كلي په مسجد كې د لوډ سپيكر له لارې پر اذان بنديز لګولى دى.

د الخليل د سيمې د خلكو د مقاومت د كمېټې مشر راتب الجبور وويل چې اسراييلي ځواكونو د كلي مسجد ته راغلي او له موذنه يې غوښتنه كړې چې تر دې وروسته په لوډ سپيكر كې اذان ونكړي.

د الجبور په وينا دې كلي ته نږدې د يهودي اشغالګرو د استوګنې سيمه پرته ده چې د دوى د شكايت پر اساس دا ګام پورته شوى دى.

اسراييلي ځواكونو د سيمې خلكو او د مسجد امام ته ګواښ كړى دى چې د بيا تكرار په صورت كې به مسجد وتړي.

ويل كيږي چې دا كلى د لويدېځې تړاې په `سي` برخه كې موقعيت لري.  په ۱۹۹۵م كال كې د اسلو د تړون پر اساس لوېديځه تراړه په درې برخو ويشل شوې ده چې د ` سي ` د برخې امنيت او اداره د اسراييلو حكومت پر غاړه اخيستې ده.


پيوندونه: اذان , فلسطين , اسراييل

اړوند خبرونه