د لبنان لوی درستیز د اسراییلو د احتمالي برید په خاطر خپل ځواکونو ته اماده باش امر وکړ

د لبنان  لوی درستیز جوزیف اون  د دښمن اسراییلو ګواښونو ته  د ځواب ورکولو په خاطر  د هیواد په سویلي پولو کې پرتو ځواکونو ته  د اماده باش  امر وکړ.

د یادولو وړ ده چې د لبنان  لوی درستیز وروسته  د هغه  چې اسراییلو  د ایران او حزب الله په بهانه  په منځلارو عربي مشرانو د همکارۍ  غږ وکړ  او د سعودي عربستان سره په پټه  سیاسي تماسونه  په ډاګه شول  د هیواد په سویل کې مستقرو ټولو ځواکونو ته  د اماده باش  امر وکړ.

هغه د ټولنیزې مډیا له لارې هم په خپور کړي پیغام کې د خپلو ځواکونو  نه د دښمن اسراییلو  د تیریو او ګواښونو په مقابل کې  د ښه ځواب ورکولو په خاطر  د ټولو امکاناتو سره د اماده کیدو  غوښتنه کړې ده.

هغه  ویلي دي چې د اسراییلو سره په پوله کې  د استقرار د تامین په خاطر  د ملګروملتونو سازمان  د ملي امنیت د شورا د ۱۷۰۱ پریکړې  د عملي کولو په خاطر  د پوره تیاریو  لپاره  امر کړی دی .   

اړوند خبرونه