د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي او داعش ترمېنځ اړيكې

د د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي او داعش د ترهګرو ډلو ترمېنځ تر نښتو وروسته د پردې تر شا ددې ډلو ترمېنځ د ګډو ګټو پر اساس د همكارۍ په اړه ځينې رازونه اوس افشا شوي دي.

د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي او داعش ترمېنځ اړيكې

 

د د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي او داعش د ترهګرو ډلو ترمېنځ تر نښتو وروسته د پردې تر شا ددې ډلو ترمېنځ د ګډو ګټو پر اساس د همكارۍ په اړه ځينې رازونه اوس افشا شوي دي.

د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي او داعش د ترهګرو ډلو ترمېنځ د همكارۍ تر ټولو ښكاره بېلګه :

د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي او داعش ترمېنځ د همكارۍ تر ټولو ښكاره بېلګه هغه ويډيو ګانې دي چې له مخې يې د داعش له منګولو د رقه د ښار تر نيول كېدلو وروسته د دواړو ډلو ترمېنځ د يو هوكړه ليك پر اساس د بسونو په واسطه د داعشيانو د تخليې چارې په كې ثبت شوې دي.  د داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴م كال د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د سوريې د رقه ښار ونيولو او دا ښار يې د خپلې تش په نامه پلازمېنې په توګه اعلان كړ. د داعش سره د مبارزې په موخه نړيوال ايتلاف چې امريكا يې مشري پر غاړه لري،  د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي ترهګرې ډلې ته د سپكو او درندو وسلو په وركولو او ددې ترهګرو په روزلو سره دا ښار د ۲۰۱۷م كال د اكتوبر د مياشتې په ۱۷مه نېټه بېرته له داعشيانو ونيولو. ددې ډلې او داعش ترمېنځ د يو هوكړه ليك پر اساس په رقه كې مېشت داعشيان د امريكا او نړيوال ايتلاف د ځواكونو د سترګو پر وړاندې د بسونو په واسطه له ښاره وويستل شول. دا داعشيان د رقه له ښاره د مرقده، السوار او ديرالزور سيمو ته ولېږدول شول. پدې اړه د بي بي سي د خبريالانو كوېنټين سامرويل او رايام دالات راپورونه هم خپاره كړل.[1]

   په رقه كې د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي او داعش ترمېنځ هوكړه ليك د امريكا او نړيوال ايتلاف د ځواكونو لخوا هم منل شوى دى. د امريكا د دفاع د وزارت وياند اېريك پېهن څرګنده كړه چې دا هوكړه ليك د ملكي وګړو د ژغورنې په موخه ترسره شوى دى. د نوموړي په وينا `` كيداى شي چې د خپلو متفقينو سره په هره برخه كې همغږي نه يو خو د ستونزو د آواري پر مهال د دوى حل لارې ته درناوى كوو.`` سربېره پر دې د نړيوال ايتلاف وياند ډګروال راين ډېلن هم د خپل ټويټر له لارې څرګنده كړه چې دا هوكړه ليك كوم `` پټ راز`` نه دى.[2]

   د سوريې د ديموكراتيكو ځواكونو وياند  طلال سيلو چې د ۲۰۱۷م كال د نوامبر په ۱۵مه نېټه تركيې ته تسليم شو د انګلستان د ټايمز د ورځپاڼې سره په مركه كې وويل چې د سوريې ديموكراتيكو ځواكونو تر رقه وړاندې د منبج په سيمه كې هم د داعش سره ورته هوكړه ليك لاسليك كړى و. سيلو هغه سياحتي اسناد هم موندلي دي چې له مخې يې د پي واى ډي / واى پي جي د ځواكونو لخوا د منبج د سيمې تر نيول كېدلو وروسته د سيمې داعيشانو ته د لږ تر لږه ۲۰۰ ډالرو په بدل كې وركړي دي.  ددې اسنادو له مخې داعشيانو كولاى شول چې د پي واى ډي / واى پي جي د ترهګرې ډلې تر كنترول لاندې سيمو كې په آزادانه توګه تګ راتګ وكړي.[3] سيلو څرګنده كړه چې په سيمه كې د سوريې د ديموكراتيكو ځواكونو قوماندان شاهين جيلو د امريكايي مقاماتو تر تاييد وروسته د منبج په سيمه كې ۲ زره داعشيانو ته اجازه وركړه چې د ملكي وګړو تر نامه لاندې له سيمې ووځي. د سوريې د ديموكراتيكو ځواكونو لخوا د جرابلس سيمې ته د داعشيانو د انتقال پروسه د امريكايي مقاماتو په خوښه ترسره شوې ده. ددې ترڅنګ د سوريې په شمال كې د طبقا په سيمه كې هم د امريكايانو په خوښه د سوريې د ديموكراتيكو ځواكونو او داعش ترمېنځ ورته همكاري تر سترګو كيږي. د سيلو په وينا د پي واى ډي/ واى پي جي د ځواكونو قوماندان شاهين جيلو د امريكايي مقاماتو سره د ليدنې په ترڅ كې هغوى دې ته قانع كړل چې د داعشيانو تخليې ته اجازه وركړي.[4]

  طلال سيلو د اناتوليا د خبري آژانس سره په مركه كې ددې پوښتنې په ځواب كې چې پې كا كا د ديرالزور او حسكه په سيمه كې د نفتو زېرمې څه ډول كاروي؟ وويل چې `` واى پي جي او پې كا كا په ۲۰۱۲م كال كې د سوريې د رمايلان په سيمه كې د نفتو د څاګانو تر نيولو وروسته دلته فعاليت پيل كړ. په لومړي سر كې يې دا نفت د داعش تر كنترو لاندې سيمو نه صادرول. د پې كا كا مالي مسئول چې علي شېر نوميږي د جيزرې د قامشلې په سيمه كې اوسيږي. دا شخص د پې كا كا د مشرانو سره مخامخ اړيكې لري او د نفتو د تړونونو د لاسليكولو مسئوليت لري. له دې لارې د ترلاسه شوي عايد په اړه يواځه هغه پخپله خبر دى. دا د پې كا كا پټ راز دى.

علي شېر د ۲۰۱۲م كال راهيسې بهر ته نفت صادروي. پخوا به نفت يواځې د داعش تر كنترول لاندې سيمو نه صادرېدل. د رژيم د وسله وال پوځ يو تن افسر القاطرجي د نفتو د پېرودلو مسئول دى. حتى داسې ويل كيږي چې شاهين جيلو هم پدې برخه كې مداخله نشي كولاى. د نفتو موضوع ددې ډلې راز و. د يو لړ پلټنو وروسته مې ځينې معلومات ترلاسه كړل. د نفتو پېسې په لبنان كې د ځينو بانكونو له لارې د هغو كسانو حسابونو ته لېږل كېدلې چې له دوى سره يې نږدې اړيكې لرلې. وروسته بيا پېسې اروپا ته لېږدول كېدلې. دا چارواكي ټول د پې كا كا غړي دي. هره ورځ سلګونه ټانګره نفت صادرېدل.``[5]

    د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي د ترهګرې ډلې لخوا د ديرالزور پر لور د نښتو پر مهال داعشي ترهګرو د هېڅ ډول مقاومت پرته ټولې ستراتيژيكې سيمې د هېڅ ډول نښتې پرته د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي ترهګرو ته پرېښودلې. دا پخپله د دواړو ډلو ترمېنځ د مرموزو اړيكو څرګندوى ده.

د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي د ترهګرې ډلې لخوا د دير الزور پر ښار باندې د بريد پر مهال يو ځل بيا د داعش د ترهګرې ډلې سره سلا مشورې شوي دي. د قاسيون د خبري آژانس لخوا د دواړو ډلو ترمېنځ د اوربند په اړه لاسليك شوى متن هم خپور شوى دى. ددې اوربند پر اساس د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي ترهګرې ډلې د دير الزور پر سيمه باندې خپل بريدونه درولي او په پايله كې داعشي ترهګرو سيمه پرې اېښې او د سوريې ختيځ لور ته تللي دي. ددې په پايله كې د ديرالزور د ښار ختيځه برخه د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي لخوا نيول شوې ده.

په سوريه كې د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي او داعش ترمېنځ د همكارۍ په چوكاټ كې د تركيې پر وړاندې دښمني هم مهم رول لري. اوسمهال د رقه او دير الزور په سيمو كې د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي د تش په نامه زندانونو كې يو زيات شمېر داعشي ترهګر پدې شرط خوشې كيږي چې په تركيه كې ترهګري بريدونه ترسره كړي. كه څه هم داعشي ترهګر نشي كولاى چې د تركيې پر وړاندې فعالانه ترهګري بريدونه وكړي خو د فرات د سپر د عملياتو سيمې ته د ننوتلو سره هلته د تركي ځواكونو پر هډو باندې بريدونه كوي. سر بېره پر دې د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي ترهګره هڅه كوي چې په نړيوال ډګر كې د تركيې پر وړاندې د پروپاګند لپاره داعشي ترهګر داسې ښكاره كړي چې ګويا تركيه د داعش سره اړيكې لري.

  د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي ترهګرې ډلې يو زيات شمېر داعشيان پدې شرط د تش په نامه زندانونو نه خوشې كړي دي چې د سوريې په شمال كې د عفرين په سيمه كې د زيتون د څانګې د عملياتو پر مهال د تركيې ځواكونو  او د آزادې سوريې د اوردو د ځواكونو پر خلاف وجنګيږي. د رسنيو د خبرونو پر اساس د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي ډله  د سوريې په شمال كې د هغو داعشيانو نه د ګټې پورته كولو په موخه چې د تګ لپاره بل ځاى نه لري، هغوى د تركي سرتېرو پر خلاف د جګړې لومړۍ كرښې ته لېږي. پدې لړ كې هغه داعشيان چې د وسلو او بمونو په جوړولو كې پوره مهارت لري او نشي كولاى خپلو هېوادونو ته لاړ شي، د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي د ډلې لخوا ترې ګټه پورته كيږي او ورته وعده وركول كيږي چې نومونه به يې د ترهګرو له تور لېسته وباسي.[6] د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي لخوا داعشي ترهګرو نه ګټه پورته كول ځكه اهميت لري چې د دواړو ترهګرو ډلو د غړو ترمېنځ د منسوبينو د استخدام او همكارۍ په اړه موږ پوره معلومات راكوي. سربېره پر دا حالت په عين حال كې د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي د ډلې  هغه دوه سياست چې د امريكا په ګډون د يو زيات شمېر اروپايي هېوادونو ملاتړ هم له ځانه سره لري، افشا كوي. دا ډله د خپلو ګټو لپاره حتى د خپل ازلي دښمن سره هم همكارۍ ته تياره ده.

  د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي ډله تر يرغل لاندې سيمو كې د توكمي پاكسازۍ، د سيمې د ډيموګرافيك جوړښت د بدلون په موخه په ځانګړي توګه د عربانو او تركمنانو د نفوسو په جبري كډوالۍ لاس پورې كوي. پدې لړ كې هغه داعشيان چې ترهګره ډله يې نه غواړي چې په زندانونو كې يې وساتي، د جبري كډوالو په لست كې يې تركيې ته رالېږي. سربېره پر دې د داعش ترهګرې ډلې ځينې غړي د سوريې – تركيې پر پوله باندې د ځينو پټو تونلونو په له لارې تركيې ته د راننوتلو هڅه كوي.

د بله پلوه د نېشن د امريكايي مجلې د يو راپور پر اساس چې د ۲۰۱۷م كال د فبرورۍ د مياشتې په ۹مه نېټه خپور شوى دى، د پي واى ډي / واى پي جي ډلې د سوريې په شمال كې په جنګي جناياتو لاس پورې كړى او لسګونه زره كسان يې جبري كډوالۍ ته مجبور كړي دي. پدې راپور كې راغلي دي چې واى پي جي د خپل كنترول لاندې سيمو كې عربان او كردان جبري كډوالۍ ته مچبور كړي دي خو د داعش سره هېڅ ډول جګړه نه ده كړې. حتى د جګړې د مخنيوي په موخه د جګړه ايزو ډلو د خنثى كولو يو ميكانيزم رامنځته كړى دى.[7] داسې اټكل كيږي چې دا راپور د د پې كا كا/ پي واى ډي – واى پي جي او داعش د ترهګرو ډلو ترمېنځ د همكارۍ پر شتوالي باندې ټينګار كوي.

 

 

 

[1] http://www.bbc.co.uk/news/resources/idt-sh/raqqas_dirty_secret

[2] http://www.gazetevatan.com/deas-ve-pkk-arasindaki-kirli-anlasmayla-ilgili-flas-aciklama--1118524-dunya/

[5] http://aa.com.tr/tr/dunya/sdgnin-kacan-sozcusu-silo-abdnin-pyd-pkkya-destegini-aaya-anlatti/988355

[6] http://aa.com.tr/tr/turkiye/pyd-pkk-afrin-e-firat-in-dogusundan-da-deas-li-getirdi-/1045590

[7] http://punompen.be.mfa.gov.tr/Content/assets/consulate/images/localCache/12/188dcb58-2854-4045-bb93-bad3a72c1118.pdf



اړوند خبرونه