د اسراییل پولیسو ویلي دي چې لومړي وزیر رشوت اخیستی دی

د اسراییل  پولیسو  د نوموړي هیواد د لومړي وزیر نتنیاهو په اړه  ډیرې مهمې څرګندونې وکړې.

د اسراییل پولیسو ویلي دي چې لومړي وزیر رشوت اخیستی دی

د اسراییل  پولیسو  د نوموړي هیواد د لومړي وزیر نتنیاهو په اړه  ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. د اسراییلو پولیسو د نتنیاهو  په اړه د اداري فساد او بډو اخیستو  تحقیقات  سرته ورسول.

پولیسو  اعلان وکړ چې  لومړي وزیر نتنیاهو لخوا د رشوت اخیستو په اړه يي  ډیر غوڅ  دلایل  ترلاسه کړي دي.

پولیسو  لوی څارنوالۍ ته  د لومړي وزیر  نتنیاهو پر خلاف  د رشوت اخیستو، اداري فساد او د خپلې دندې نه  د ناوړه ګټې پورته کولو اړوند  د ادعانامې  د جوړولو  توصیه وکړه.

د اسراییل پولیسو  د لومړي وزیر نتنیاهو پر خلاف  دوه  جلا جلا تحقیقات پیل کړي وو. تحقیقات  سرته ورسیدل.

د اسراییل د پولیسو د تحقیقاتو د سرته رسولو نه وروسته  تیره ورځ  اعلان وکړ چې  د لومړي وزیر نتنیاهو لخوا د رشوت اخیستو، اداري فساد او خپلې دندې نه د ناوړه ګټې پورته کولو په اړه يي کافي  او غوڅ  دلایل  موندلي دي.

پولیسو ویلي دي چې  دا تحقیقات  د اسراییلو د مشهور سوداګر ارنون میلشان  او استرالیايي  سوداګر جیمز پیکر  اړوند وو.

پولیسو  ویلي دي چې په دویمو  تحقیقاتو کې  د لومړي وزیر نتناهو لخوا د رشوت اخیستو، اداري فساد او د دندې نه د ناوړه ګټې پورته کولو په اړه  کافي  او غوڅ دلایل موندلي دي.

د بله پلوه  د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو بیا د پولیسو ادعا  په کلکه توګه رد کړې ده .

نتنیاهو  د پولیسو د څرګندونو نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې په هغه لګیدلي تورونه  بې بڼسته  دي او پوره باور لري چې  هیڅشی به ترینه ترلاسه نشي. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  تر ننه پورې چې څه کړي دي ټول يي د اسراییلو د دولت د ګټو په خاطر کړي دي. د ننه وروسته به هم  هغه څه وکړي چې پخوا يي کړي دي. د اسراییلو مشرۍ ته به دوام ورکړم.

هغه  د څیړونو  په اړه شک  وښود او وویل چې  پدې څیړونو کې د بې طرفۍ نه کار ندی اخیستل شوی . هغه وویل  چې د پولیسو نه پوښتنه کوي ، دوی وایي چې  د تحقیقاتو په ترڅ کې ځینې سوداګر یا کسان د فشار لاندې نیولي وو. که چیرې  یو څوک د فشار لاندې  ونیول شي  بیا  د بې طرفه  تحقیقاتو  ادعا  ناسمه ده.

هغه وویل چې  د اسراییلو د لومړي وزیر په توګه د دندې پر مهال  په کراتو پرې تورونه لګیدلي دي خو ټول  بې بڼسټه  وو او بې نتیجې پایته رسیدلي دي.



اړوند خبرونه