د نړۍ د سترګو پر وړاندې نوې عاموژنه : ختيځه غوطه

د روسيې او بشار اسد د ځواكونو لخوا د سوريې د پلازمېنې په ختيځ كې د غوطه په سيمه كې د روانو بمباريو په پايله كې په تمامه معنى عاموژنه شوې ده.

د نړۍ د سترګو پر وړاندې نوې عاموژنه : ختيځه غوطه

 

 

د سوريې د پلازمېنې دمشق په مربوطاتو كې د ختيځې غوطه سيمه چې د ۲۰۱۳م كال راهيسې د بشار اسد د رژيم د مخالفينو په لاس كې ده، د تېرو ۵ كلونو راهيسې د رژيم د ځواكونو تر محاصرې لاندې ده. دا سيمه پدې وروستيو كې د بشار اسد د رژيم او د روسيې د هوايي ځواكونو لخوا د شديدې بمبارۍ لاندې ده. د درې پر له پسې ورځو په ترڅ كې د ختېځې غوطه سيمه په مسلسل ډول بمباري شوه چې لږ تر لږه په كې ۲۵۰ تنه ملكي وګړي ووژل.  بلاخره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېكړه وكړه چې په ټوله سوريه كې دې اوربند اعلان شي.  خو د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا  لخوا اعلان شوى اوربند پدې معنى دى چې په سيمه كې عاموژنه دوام وكړي. ځكه د بشار اسد د ژريم ځواكونو د ختيځې غوطه په سيمه كې په قصدي ډول روغتيايي مركزونه او نانوايي ګانې ويشتلې دي چې تر څو تر محاصرې لاندې خلك ونشي كولاى چې روغتيايي او خوراكي موادو ته لاسرسى ولري. پدې ډول د سيمې د خلكو تراژيدي نوره هم پسې اوږديږي.

د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو څېړنو د وقف (SETA ) يو تن څېړونكي جان آجون د موضوع په اړه څېړنه كړې ده چې ستاسې پام ورته را اړوو.

په ادليب كې د سوريې په اړه د آستانې د بهير د پرېكړو پر اساس د تركيې د وسله وال پوځ لخوا په درې بېلابېلو سيمو كې د اوربند نه د ساتنې امنيتي هډې جوړې شوې. د آستانې د بهير د پرېكړو پر اساس د سوريې د حمص، غوطه او درعا په سيمه كې بيا  د تركيې د وسله وال پوځ لخوا د نظامي هډو د جوړولو پلان نشته دى. په ادليب كې د نښتو د پاى ته رسېدلو سره سم د بشار اسد رژيم خپل ځواكونه د غوطه سيمې ته سوق كړل چې په پايله كې يې په سيمه كې  سلګونه ملكي وګړي ووژل. د ځمكنيو عملياتو تر پيل وړاندې د بشار اسد او روسيې هوايي ځواكونه اوس هم پر غوطه باندې بمونه اوروي. د روسيې او بشار هوايي ځواكونه د غوطه په سيمه كې د `` scorched earth `` د خونړي جنګي تخنيك نه ګټه اخلي. ددې تخنيك له مخې د جګړې په ميدان كې د ملكي – نظامي ترمېنځ د توپير كولو پرته د هوايي بمبارۍ په واسطه په ټوليزه توګه د دښمن د سيمې ورانول او بيا وروسته د پليو ځواكونو ننوتل دي. دا تخنيك د حلب په ښار كې هم عملي شو چې له امله يې سلګونه ملكي وګړي ووژل شول. ددې خونړۍ ستراتيژۍ پر بنسټ په ختيځه غوطه كې عاموژنه روانه ده. ددې په پايله كې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د غونډې په ترڅ كې د روسيې د ويټو د ګواښ په پايله د امنيتي شورا يواځې د عمومي اوربند د كولو پرېكړه وكړه چې ظاهراً سيمې ته هېڅ ډول ګټه نه لري. ددې اوربند له مخې د داعش او القاعدې ترهګرې ډلې هم ګټه پورته كولاى شي او د بله پلوه له اوربنده د سرغړونكو پر خلاف جزايي حكم هم په كې نشته دى. دا پدې معنى ده چې د امنيت د شورا د اوربند پرېكړه نشي كولاى چې په سوريه كې د ملكي وګړو ژوند وژغوري.

روسيه په رسمي ډول په سوريه كې يواځې د داعش او القاعدې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړه كوي. خو په حقيقت كې او عملي ډګر ته كه وكتل شي نو د روسيې د بمباريو اصلي هدف د بشار اسد د رژيم منځلاري مخالفين دي چې د ملكي – نظامي د جلا كولو پرته پرې بمباري كوي. د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د اوربند د پرېكړې سرغړونكو ته سزا په نظر كې نه ده نيول شوې. ددې امله اوربند يواځې په جګړه كې د ښكېلو غاړو د داوطلبانه غوښتنې په پايله كې ټينګېدلى شي.

د بله پلوه روسيې څرګنده كړه چې په ختيځه غوطه كې د احرارالشام او جيش الاسلام ډلې په سوريه كې د هيت التحرير الشام د ځواكونو سره په ګډه فعاليت كوي. ددې امله بايد د اوربند له محتوا وويستل شي. دا ددې ښكارندوى ده چې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا له پرېكړې نه د روسيې په څېر د هېوادونو لخوا  ناوړه ګټه پورته كيږي. حقيت دا دى چې په ختيځه غوطه كې د جيش الاسلام او هيت التحرير الشام د ډلې ترمېنځ يو زيات شمېر نښتې شوې دي او ددې ډلې يو شمېر اسيران هم د جيش الاسلام د اورپكو په لاس كې دي. د روسيې د څرګندونو پر مهال د احرار الشام ډلې په ادليب كې د هيت التحرير الشام د اروپكو پر وړاندې پراخه عمليات پيل كړي وو.

د روسيې او بشار اسد د ځواكونو لخوا د سوريې د پلازمېنې په ختيځ كې د غوطه په سيمه كې د روانو بمباريو په پايله كې په تمامه معنى عاموژنه شوې ده. په سيمه كې د استوګنځايونو مالتونه د بشار اسد د رژيم د شديدې محاصرې لاندې دي او هره ورځ پرې بمبارۍ كيږي. په سيمه كې سلګونه زره ملكي وګړي ژوند كوي چې هره ورځ د بمباريو له امله د وژل كېدلو له وېرې سره لاس او ګرېوان دي.

روسيې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پرېكړې پر اساس د تش په نامه نېك نيت د څرګندولو سره اعلان وكړ چې هره ورځ د سهار د نهو بجو نه د ماسپښين تر دوو بجو پورې په ختيځه غوطه كې `بشري اوربند` اعلان شوى دى. دا اوربند د بشار اسد د رژيم د ځواكونو لخوا په لومړۍ ورځ مات شو او پر سيمې باندې بمباري پيل شوه. په سيمه كې د ملكي ژغورنې د ډلې د معلوماتو پر اساس د روسيې لخوا د څو ساعته اوربند د اعلان سره سره د رژيم ځواكونو د اوربند په ساعتونو كې پر سيمې باندې بريدونو ته دوام وركړ.

د بله پلوه تركيه هڅه كوي چې د آستانې د بهير د ضمانت كوونكي هېواد په توګه په ختيځه غوطه كې د روان ناورين مخه ونيسي. د آستانې د بهير له لارې د تركيې لخوا پر روسيې باندې د بريدونو د پاى ته رسولو فشار به د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پرېكړې پر پرتله لا زيات اغېزمن وي. تركيې په عين حال كې ختيځې غوطه ته د بشري مرستو د رسولو په موخه هلې ځلې هم پيل كړي دي.

په ختيځې غوطه كې روان ناورين د بشار اسد او روسيې د ځواكونو د مشتركو ګډو په نظر كې نيولو سره د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د غير فعال سياسي دريځ له امله پاى ته نه رسيږي. د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا ۵ دايمي غړي د نړۍ د سولې لپاره د كار كولو پر ځاى د خپلو ملي ګټو په نظر كې نيولو سره اقدامات كوي. كيداى شي د ختېځې غوطه په سيمه كې روان ناورين په موقتي ډول پاى ته ورسيږي خو په سيمه كې د دايمي سولې او ثبات لپاره د ملګرو ملتونو د اوسني جوړښت بدلون ته اړتيا ليدل كيږي.

د موضوع په اړه  مو د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو څېړنو د وقف (SETA ) د يو تن څېړونكي جان آجون څرګندونې ولوستلې.

 



اړوند خبرونه