متحده عربي امارات  په یمن کې  په پټو زندانونو کې د شکنجو په برخه کې سرحد نه پیژني

متحده عربي اماراتو  په یمن کې  په جوړولو کړو  پټو زندانونو کې د شکنجو سره  په عراق کې د امریکا د شکنجو نه  خپه اړولې ده.

متحده عربي امارات  په یمن کې  په  پټو زندانونو کې د شکنجو په برخه کې سرحد نه پیژني

 متحده عربي اماراتو  په یمن کې  په جوړولو کړو  پټو زندانونو کې د شکنجو سره  په عراق کې د امریکا د شکنجو نه  خپه اړولې ده.

د متحده عربي اماراتو  د شکنجو  راز  د یو ن  زندان لخوا د رسم شوو رسمونو سره په ډاګه شو.

په منځني ختیځ کې د امریکا  متحده ایالتونو  نږدې  او مهم  متفق هیواد  متحده عربي اماراتو  په یمن کې  یو زیات شمیر  زندانونه  جوړ کړي دي.

د امریکا  د اسوشیتید پرس  خبري اژانس  په یمن کې د متحده عربي اماراتو سره د یو تن زنداني  لخوا رسم شوي  ځیني  رسمونه  او یو لیک  ترلاسه کړي دي.

اسوشیتید پرس د زنداني  نوم  ندی  ښودلی دی. نوموړي  زنداني  په رسم کړو  رسمونو کې  د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې  د زندانیانو سره  د ضد انساني او ضد اخلاقي  چلند  اندازه  ټولو ته په ډاګه کړې ده .

نوموړي  زنداني په لیک کې  لیکلي دي « پداسې حال کې چې  ددې جرم  معلوم ندی  او د متحده عربي اماراتو د ځواکونو لخوا پرې هم  هیڅډول  تور ندی لګیدلی  خو  بیا  تر یو کال  ډیر کیږي چې په زندان  کې  پروت  دی. پدې یو کال کې  درې زندانونو ته  انتقال کړی دی. »

نوموړي  زنداني  په زندانونو کې  د متحده عربي اماراتو د ځواکونو لخوا زندانیانو سره  د جنسي  او فزیکي  پلوه  ضد انساني او ضد اخلاقي  چلند  او شکنجې  یو یو  رسم  کړي دي. همداشان  د رسم  لاندې يي  بیا  د شکنجو نه وروسته  د زندانیانو د روحي حالت په اړه هم  معلومات ورکړي دي.

همداشان  یو تن  بل  عیني  شاهد  هم  د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته  د خپلو سترګو لیدلی  حال  بیان کړی دی.

هغه ویلي دي چې  د یمن د عدن په ښار کې  د بیراحمد  په نامه  په زندان کې  کې  ۱۵ تنه مخ پټي  کسان  راتلل  او په زندانیانو باندې به يي د شکنجې نه وروسته جنسي تیری کولو.

اسوشیتید پرس خبري اژانس  د المکلا په ښار کې د ریان په نامه  د زندان  د یو تن جګپوړي  چارواکي  له قوله لیکلي دي چې « امریکا  په اصل کې د خپلو ناوړه  او ضد انساني  شکنجو  او ظلمونو  په خاطر  د متحده عربي اماراتو نه د لاس د دستکشو په توګه استفاده کوي. یو تن بل  چارواکي بیا ویلي دي دي چې دا ټولې  شکنجې  د امریکا په امر  ترسره کیږي. امریکايي ځواکونه  د شکنجو پر مهال  په څو مترۍ کې دریږي  او د شکنجو او جنسي  تیریو  ننداره کوي.

په یمن کې د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې  د امنیتي چارو یو تن مسئول  بیا  ویلي دي چې  ، متحده عربي امارات  دا شکنجې  نیول شوي  کسان  جاسوسۍ ته د مجبورولو په خاطر  کوي.

هغه ویلي دي چې  ډیری زندانیان  د القاعدې ډلې غړي دي. دوی  په یمن کې د متحده عربي اماراتو په مختلفو زندانونو کې  ساتل کیږي  او ډول ډول  شکنجو او جنسي  تیریو سره  مخامخ کیږي.

د اسوشیتید پرس  خبري اژانس  ددینه مخکې  په یمن کې  د متحده عربي اماراتو او یمني ځواکونو  ۱۸ پټ د شکنجو  زندانونه  افشا کړي وو.



اړوند خبرونه