د اسراییلو د عامه امنیت د وزیر بې مسئولیته څرګندونې

د اسراییلو د عامه امنیت وزیر ویلي محمود عباس بهر ته د سفر کولو په صورت کې باید بیرته هیواد ته پرینښودل شي

د اسراییلو د عامه امنیت د وزیر بې مسئولیته څرګندونې

 د اسراییلو  د عامه امنیت وزیر ګیلاد ایردان په ډیره بې شرمانه توګه  د فلسطین ولسمشر محمود عباس بهرني سفر ته د تلو نه وروسته  بیرته هیواد ته د نه پریښودو غوښتنه وکړه.

دا خبره د اسراییلو دولتي خبري اژانس  د عامه امنیت  وزیر ګیلاد ایردان  له قوله کړې ده .

د بله پلوه اسراییلي وزیر په یوه راډیويي مرکه کې هم  ویلي دي چې   اسراییلو ددینه وړاندې  هم   په تیرو وختونو کې  د فلسطین پخوانی ولسمشر یاسرعرفات  د نامطلوب کس په توګه اعلان کړی وو. همداشان  محمود عباس هم  باید د اسراییلو د حکومت لخوا د نامطلوب کس په توګه اعلان کړی شي. د هیواد نه بهر د سفر په صورت کې  بیرته هیواد ته  باید پرینښودل شي.

هغه ویلي دي چې  محمود عباس  د سولې مذاکراتو ته  د ذرې په اندازه  ګټه  نده رسولې  او هغه يي د اسراییلو منافعو ته په ضرر رسولو تورن کړ.

هغه د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا محمود عباس باید د هیواد نه وشړل شي؟ داسې وویل، یواځې  دا خبره کافي نده، حتا  په هغه باید د اسراییلو په مقابل کې د خپلو سیاستونو او مفکورې د بدلولو پورې  سخت فشارونه  وارد کړی شي. ځکه چې عباس په مستقیم او غیرې مستقیم  ډول  د فلسطین په مسله کې پر اسراییلو فشارونه  وارد کړي دي.

هغه ویلي دي چې  تر ننه پورې  اسراییلو حکومت  د عباس په اړه هیڅډول  تدابیر ندی نیولی .  هغه زیاته کړه چې عباس د غزې سره  د روانې ستونزې  اصلي عنصر  دی. اسراییلو حکومت باید پدې اړه  تدابیر ونیسي.

هغه د غزې نه پر اسراییلو د راکټي بریدونو نه په یادونې سره ویلي دي چې  اسراییلو پوځ به ددې راکټي بریدونو ځواب په هوايي بریدونو ورکولو ته دوام ورکړي.

هغه وویل کیدای شي چې  د حماس پر خلاف پراخه عملیات هم  پیل شي خو دا عملیات د حماس د چلند  پورې تړلي دي.

د اسراییلو وزیر  پداسې حال کې  د محمود عباس پر خلاف دا څرګندونې وکړې چې  لنډه موده مخکې په فلسطین خاوره کې  اشغالګرو یهوديانو د محمود عباس د وژلو غږ کړی وو.


پيوندونه: حماس , فلسطین , اسراییل

اړوند خبرونه