د هنګري  محکمې  یو افغان کډوال  په پولیس  د برید کولو له امله  په پنځو کلونو بند محکوم شو.

افغان کډوال په پنځو کلونو بند محکوم شو

د هنګري  محکمې  یو افغان کډوال  په پولیس  د برید کولو له امله  په پنځو کلونو بند محکوم شو.

 

د هنګري  محکمې  یو افغان کډوال  په پولیس  د برید کولو له امله  په پنځو کلونو بند محکوم شو.

ویل کیږي  نوموړي افغان کډوالو د کډوالو د چارو په اداره کې  د ثبت او راجستر پر مهال  د پولیس د سره  د لفظي  مشاجرې نه وروسته  د هغه د  وسلې اخیستو هڅه کړې وه  او په لاس يي ورته خوله لګولې وه.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې  افغان کډوال  په اتریش کې  د څلورو کلونو اوسیدو نه وروسته بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو پریکړه کړې وه. نوموړی  افغان  د روان میلادي کال د اګست په ۲۶ مه نیټه  د هنګري د پولیسو لخوا نیول شوی وو.

په افغان کډوال  د پولیسو سره د مقامت، د پولیس د وسلې د اخیستو د هڅې  او د پولیس په لاس د خولې لګولو  تور لګیدلی دی.

افغان کډوال  په محکمې کې پرې لګیدلي ټول تورونه  رد کړل. هغه د ځان نه په سپیناوي کې  وویل چې غوښتل يي  ځانوژنه وکړي . د پولیس  نه يي د وسلې د اخیستو هڅه وکړه تر څو  خپل ځان پرې  ووژني.

محکمې  بیا  افغان کډوال  په رسمي پولیسو د وسله وال برید کولو، شدت او ټولنې د نظم د خرابولو  په تور تورن کړ  او په پنځو کلونو بند یي  محکوم کړ.

افغان کډوال  او د مدافع وکیل يي د محکمې په پریکړي اعتراض وکړ.



اړوند خبرونه