په سویډن کې وسله وال برید وشو.

د سویډن په سویل کې  د تریلبورګ  د ښار په مرکز کې وسله وال برید وشو چې له امله ۴ تنه  ټپیان شول.

په سویډن کې وسله وال برید وشو.

په سویډن کې وسله وال برید وشو.

د سویډن په سویل کې  د تریلبورګ  د ښار په مرکز کې وسله وال برید وشو چې له امله ۴ تنه  ټپیان شول.

د سویډن  د دولتي تلویزیون د خبر له مخې  نامعلومه کس او یا کسان  د تریلبورګ د ښار په مرکز کې  وسله وال برید وکړ چې له امله يي  ۴ تنه ټپیان شوي دي.

د بله پلوه  د یاد شوي ښار د پولیسو ویاند  فریدریک برات د پيښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې  په برید کې  ۴ تنه  ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې ټپیان  په روغتون کې د تداوۍ لاندې قرار لري.

هغه  د ټپیانو  د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویلي دي.

برات ویلي دي چې  سیمه  د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې ده . د برید کوونکي  کس یا کسانو  د نیولو په خاطر پراخه  عملیات پيل شوي دي.

ویاند  زیاته کړه چې د برید کوونکي هویت  تر اوسه پورې تثبیت شوی ندی.

د بله پلوه  د پیښې یو تن عیني شاهد بیا  د سویډن رسمي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې «  په ناڅاپي توګه مو  د ډزو غږ واورید. خلکو هر لورې ته په منډو پيل وکړ. ګمان کوم  شپږ  ډزې وشوې. »



اړوند خبرونه