امریکا متحده ایالتونو یو ډیر خطرناک  ګام  اوچت کړ.

امریکا خپلې پرمختللې د بمبارۍ الوتکې په اټومي توغندیو سمبال کړې

امریکا متحده ایالتونو یو ډیر خطرناک  ګام  اوچت کړ.

د امریکا متحده ایالتونو یو ډیر خطرناک  ګام  اوچت کړ.

امریکا  د شمالي کوریا سره  د روانو کړکیچونو  پدې حساسو شپو ورځو کې  د سړې جګړې نه راپدیخوا د لومړي ځل لپاره خپلې  بي ۵۲ د بمبارۍ الوتکې په اټومي توغندیو  سمبال کړې.

د امریکا  د هوايي ځواکونو  یو تن جنرال  دیوید ګولډفین  د یوې پوځي  خبري  څانګې سره  په مرکه کې ویلي دي « نړۍ  د هر ډول خطراتو او ګواښونو نه ډکه ده. نن ورځ په یو داسې نړۍ کې قرار لرو  چې  انسانان  په ښکاره توګه  د اټومي وسلو او بریدونو نه یادونه کوي. »

هغه وویل  چې نړۍ نن ورځ  یواځې  د امریکا  او شوروي اتحاد  یعنې د دوو  قطبونو نه  عبارت نده. نن ورځ  په نړۍ کې نور اټومي ځواکونه هم  شتون لري.

هغه زیاته کړه چې  د امریکا  د E 4B الوتکې  چې د قیامت  الوتکو په نامه هم  مشهورې دي  لږ تر لږه  یوه يي  ۲۴ ساعته  اماده باش  ولاړه وي.

د بله پلوه د امریکا  ولسمشر دونالد ټرامپ  هم  تیره ورځ  د شمالي کوریا په اړه په څرګندونو کې ویلي وو چې « حکومت د هر څه لپاره پوره تیاری  لري. دا چې مونږ په کومه  کچه  تیاری  نیولی دی پدې به تاسې هم  باور ونکړۍ. »



اړوند خبرونه