په هند كې يوې چورلكې سقوط وكړ.

په هند كې يوې چورلكې سقوط وكړ.

په هند كې يوې چورلكې سقوط وكړ.

 

د هندوستان د نفتو د دولتي شركت اړوند د يوې چورلكې د سقوط له امله ۴ تنه مړ او ۳ تنه ترى تم شوي دي.

د هندوستان د بحري ځواكونو يو تن وياند ډي شرما خبريالانو ته ويلي دي چې پدې چورلكه كې ۷ تنه سپاره وو چې ددې هېواد د نفتو د دولتي شركت كار كوونكي وو.

د نوموړي په وينا دا چورلكه د هند د ممبي له ښاره الوتې وه چې د عمان په سمندرګي كې لوېدلې ده.

په پېښه كې د ترى تم شوو ۳ تنو د موندلو هڅې روانې دي.

 تر اوسه پورې د چورلكې د لوېدلو لامل لا څرګند نه دى.


پيوندونه: چورلكې , هندوستان

اړوند خبرونه