هند په کشمیر کې ددوې په پوځي کمپ د وروستي برید له امله پاکستان ته اخطار ورکړ

هندوستان ویلي دي چې  د وروستي برید غچ به خامخا  د پاکستان نه واخلي.

هند په کشمیر کې ددوې په پوځي کمپ  د وروستي برید له امله پاکستان ته اخطار ورکړ

هندوستان په کشمیر کې  په عسکري  هډې  د وروستي وسله وال برید له امله پاکستان ته  اخطار ورکړ.

هندوستان ویلي دي چې  د وروستي برید غچ به خامخا  د پاکستان نه واخلي.

تیره ورځ د هندوستان تر کنټرول لاندې په مقبوضه کشمیر کې  د هندي ځواکونو په عسکري کمپ  وسله وال برید وشو چې په ترڅ کې یو تن سرتیری مړ  او دوه تنه نور ټپیان شول.

په سیمه کې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  برید  د سرینګر په مرکزي سیمه  سنجوان  کې  په پوځي  کمپ  شوی دی.

پولیسو  ویلي دي دوو تنو وسله والو چې  کمپ ته د ننوتو هڅه کوله  د سرتیرو سره په نښته کې  ښکیل شول. په نښته کې  یو تن هندي سرتیری مړ او دوه تنه نور ټپیان شول.

همداشان  د هندوستان د دفاع وزیر  نرملا ستهیارامان  د برید نه وروسته  وویل چې  د برید کوونکو سره  د پولو نه د راوښتو په برخه کې  مرسته شوې ده .

هغه  پاکستان ته  اخطار ورکړ چې ددې برید غچ به خامخا  ترینه واخلي. هغه ویلي دي چې  پاکستان  خامخا  ددې برید بدل  ورکوي.

د بله پلوه  د مقبوضه کشمیر  لومړۍ وزیرې  محبوبه  مفتي  د پیښې د ټپیانو نه د لیدنې نه وروسته خبري رسنیو ته وویل چې برید د جیش محمد  د ډلې لخوا شوی دی.

هغې هم  ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې د برید کوونکو سره د پولې نه د راتیریدو په برخه کې مرسته شوې ده .



اړوند خبرونه