د فرانسې په پلازمینه  پاریس کې  د تیرې شپې  د برید  د برید کوونکي  هویت  معلوم شو.

د پاریس د برید کوونکي هویت معلوم شو

د فرانسې په پلازمینه  پاریس کې  د تیرې شپې  د برید  د برید کوونکي  هویت  معلوم شو.

د فرانسې په پلازمینه  پاریس کې  د تیرې شپې  د برید  د برید کوونکي  هویت  معلوم شو. ویل کیږي  دا ترهګریز برید  چې له امله يي  یو تن مړ او ګن شمیر ټپیان شوي وو  د یو تن  په خټه  چیچینیايي د فرانسې د وګړي لخوا شوی دی.

د پاریس  پولیسو ویلي دي چې برید  د ۲۱ کلن خامزت عظیموف په نامه  د یو تن په خټه چیچینیايي  د فرانسې وګړي لخوا شوی دی.

پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی  په چیچینستان کې زیږیدلی  دی چې په ۲۰۱۰ کال کې  د فرانسې  تابعیت  ترلاسه کړی وو. پولیسو ویلی دي چې  برید کوونکی  په اصل کې  د ترهګرو سره  د ارتباط  درلودو  په تړاو  د پولیسو د  څار لاندې وو.

د هغه نوم د شکمنو ترهګرو په لست کې  شتون درلود.

پولیس  ددې پیښې نه وروسته د برید کوونکي  کورنۍ غړي ټول نیولي دي  او تحقیقات ترینه پیل شوي دي.

د یادولو وړ ده  چې نوموړي برید کوونکي  د یکشنبې د ماښام  په   ناوخته ساعتونو کې  د چړې پر مټ په پاریس کې  په خلکو  برید وکړ چې له امله يي یو تن مړه او ګن شمیر کسان ټپیان شول. برید کوونکی  وروسته د پولیسو لخوا د خپو وغورځول شو.

د ویلو ده  چې  د برید مسئولیت  د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو. په فرانسه کې د ۲۰۱۵ کال راهیسې  په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمیره  ۲۴۲ تنو ته لوړه شوه.


پيوندونه: برید , پاریس , فرانسه

اړوند خبرونه