په اندونیزیا کې  دا ځل پر پولیسو  ځانمرګی برید وشو.

په اندونیزیا کې نن یو ځل بیا ځانمرګی برید وشو

په اندونیزیا کې  دا ځل پر پولیسو  ځانمرګی برید وشو.

په اندونیزیا کې  دا ځل پر پولیسو  ځانمرګی برید وشو.

د اندونیزیا نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  ځانمرګي برید کوونکو  دا  ځل په سورابایا په ښار کې  د پولیسو د مرکز  ترڅنګ  پر پولیسو  برید وکړ.

د لومړنیو معلوماتو له مخې  پدې چاودنه کې ګڼ شمیر پولیس  ټپیان شوي دي.

د اندونیزیا  د ختیځې جاوا د سیمې  د پولیسو ویاند  فرانس بارونګ  مانجیرا  خبري رسنیو ته وویل چې  برید د ځانمرګيو لخوا شوی دی.

هغه وویل چې پیښه  د سهار د اتو بجو او ۳۰ دقیقو  په شاوخوا کې رامنځته شوه.

د بله پلوه  د اندونیزیا  دولتي تلویزیون  د پيښې ویدیو خپره کړې چې  پکې ښکاري چې یو موټر سایکل  د پولیسو  د مرکز ترڅنګ  د پولیسو موټر ته رانږدې کیږي او وروسته  چاودنه کیږي..

د اندونیزیا  چارواکیو ویلي دي چې  پدې برید کې  ۷ تنه  وژل شوي دي چې څلور تنه يي  ځانمرګي برید کوونکي دي .

د ویلو ده چې  تیره ورځ هم  د اندونیزیا په همدې ښار کې په دریو کلیسا ګانو  جلا جلا ځانمرګي بریدونه وشول.

پدې بریدونو کې لږ تر لږه  ۱۳ تنه مړه  او  لسګونو تنه نور ټپيان شوي وو.



اړوند خبرونه