په هندوستان کې د هوايي پل د چپه کیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په هندوستان کې  په یوې ډیره ګڼه ګوڼه جاده کې  د هوايي  پل  د چپه کیدو له امله  ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په هندوستان کې د هوايي پل د چپه کیدو له امله  په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

 په هندوستان کې  په یوې ډیره ګڼه ګوڼه جاده کې  د  هوايي  پل  د چپه کیدو له امله  ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هندوستان نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د نوموړي هیواد په شمال کې د واراناسي  په ښار کې  یو هوايي  پل  د خلکو د پاسه  غورځیدلی دی. پل پداسې حال کې غورځیدلی دی چې لاندې موټرې او خلک  د تیریدو په حال کې وو. 

پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۱۸ تنه  او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د ټپیانو نه  د ۲ تنو روغتیايي  حالت  باریکه  دی. همداشان په سیمه کې  د ژغورنې چارې دوام لري.

د بله پلوه  د هندوستان لومړي وزیر نریندرا  مودي  د ټولنیز حساب له لارې  په خپور کړي پیغام کې  د پيښې په اړه  ژور  خفګان  ښودلی  او ټپیانو ته  د عاجلې شفاء غوښتنه کړې ده .



اړوند خبرونه